د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سوداګر :پاکستان مو په بېلا بېلو پلمو جرمانه کوي


نقیب الله متونوال - مشال راډیو

خوست :- افغان سوداګر وايي، چې د دوى مالونه د ګاونډيو او په ځانګړي ډول د پاکستان حکومت لخوا په بيلا بيلا پلمو درول کيږي او په دې ډول دوى ته په سلګونوميليونو ډالر زيان رسيږي. دوى له افغان دولته غوښتنه کوي، چې د دوى د ټرانزيټ دا ستونزې له پاکستان او نورو ګاونډيو سره حل کړي.

که څه هم څو ورځې وړاندې پاکستان د افغان سوداګرو هغو مالونوته د لېږد اجازه ورکړې، چې د ناټو له اکمالاتو سره یو ځای، نیږدې درې میاشتې درول شوي وو، خو افغان سوداګر وایې، چې دوی په دې ډول په مېلیونونو ډالره تاواني کیږي او افغان دولت باید له پاکستان سره د ترانزیټ موضوع په هر اړخیزه ډول وڅېړي او دا یمي حل ورته پیدا کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ د خونو یا (chambers of commerce) مرستیال خانجان الکوزی وایې، چې په پاکستان کې له یوې خوا د دوی مالونه درول کیږي او بیا جریمه هم ترې اخیستل کیږي.

نوموړی زیاتوي افغان دولت نه یوازې له پاکستان سره بلکې د نورو ګاونډیو هېوادونو سره هم د افغان سوداګرو ستونزې حل کړي(( په ترانزيټ مسایلو کې همسایه ګان هر کال له مونږه، له ۵۰۰ تر۷۰۰ مېلیونو ډالرو پورې د جریمې په شکل اخلي، چې په حقیقت کې دا هم د دوی ستونزه ده، چې موږ ته یې د توقف په نامه جوړوي؛ نه یوازې د پاکستان سره بلکې د اېران، ازبکستان او تاجکستان سره هم ورته ستونزې لرو، چې دولت یې باید حل کړي.))

د افغان سوداګرو د اتحادیې مشرحاجي عبدالرحمن هم وایې، چې افغان سوداګر د پاکستان له خوا ډېرتاواني کیږي او افغان دولت باید لومړی له دوی سره خبرې وکړي اوکه نه د دوی پر وړاندې منځنۍ اسیا ته د تلو په لار ورته عمل وکړي، که نه سوداګربه اړشي، چې دوی یې پروړاندې ودریږي.

نوموړي زیاته کړه:((زه له خپله دولته هیله لرم، چې که پاکستان زموږ ترانزیټ ته اجازه نه ورکوي نوافغان دولت دې هم د افغانستان خاوره د دوی پروړاندې وتړي او که نه سوداګر به یې پروړاندې راپورته شي.))

خو د سوداګرۍ وزارت ویاند وحیدالله غازي خېل وایې، تر دا ګړۍ ستونزه حل شوي خو په وینا یې، چې پاکستان هروخت د سیاسي اړیکو په خرابیدو سوداګرو ته ستونزې جوړوي.

غازي خېل زیاتوي، چې د دې لپاره یوه ګډه کمیټه په جوړیدو ده او په خبره یې دا کميټه به وکولای شي چې دا ډول ستونزې حل کړي.(( اوس خو دا ستونزه حل شوي ده، خو د دې تضمین هم نه شي کیدای ځکه پاکستان د سیاسي اړیکو د خرابیدو په صورت کې په اقتصادي او تجارتي مسایلو کې ستونزې جوړوي، خو اوس د (اپټیکا) په نوم د افغان او پاکستاني سوداګرو یوه ګډه کمیټه جوړیږي، چې انشاالله داستونزه به حل کړي.))

باید وویل شي، چې درې میاشتې وړاندې د مومندو په سلاله کې په پاکستانیو امنیتي ځواکونو د ناټو بمبارد له امله د ناټو اکمالاتو ترڅنګ د افغان سوداګرو مالونه او ګاډي هم په پاکستان کې درول شوي وو او د افغان سوداګرو په وینا، چې دوې ته په سلګونه مېلیونه ډالر ززیان اوښتی دی.
XS
SM
MD
LG