د لاسرسي ځای


فرخنده وزیر - مشال راډيو

پراګ:- دجنوبي اسییا لپاره د بشري حقونو کمیشن وایي په تیر کال کې په پاکستان کې د ماشومانو تېښتول زیات شوي دي، په دغه تښتول شوو ماشومانو کې د هلکانو شمیره زیاته ده، چې وروستو د مختلفو ناوړه کارونو ، او جبري مشقت لپاره استمالیږي.

د بشري حقونو سازمان په خپل یو رپوټ کې وایي په دوه زره یوولسم کال کې په پاکستان کې اووه زره ماشومان د دغه هیواد په مختلفو برخو کې تښتول شوې دي، چې زیاتره داسې پیښې په کراچۍ کې رامنځ ته شوې دي.

دغه سازمان وايي، چې په کراچۍ ښار کې یې په سلو تاڼو کې سروې کړي، چې وایی تیر کال درې زره او نوي پلرونو د خپلو ورکو ماشومانو ایف ای ار درج کړی.

دغه رپوټ دا هم وایي په پاکستان کې تیرکال د ماشومانو په تښتولو کې زیاتوالې راغلی. چې څه نا څه دوه زره پنځه سوه هلکان او څه نا څه شپږ سوه نجونې تښتول شوې دي. چې عمرونه یی له یولسو نه تر دولسو کالو پورې ښودل شوی دې، ولې داسې ماشومان هم دې چې ډیر په وړوکې عمر کې د خپلو سیمو تښتول شوې او لا ی هم هیڅ پته نه لږي، او شمیره یی زیاته ده.

دجنوبي اسییا لپاره د بشري حقونو کمیشن د پاکستان استازی سید اقبال کاظمي مشال ریډیو سره په خبرو کې وایي دغه سروې یی د کراچۍ د مختلفو تاڼو او د ښار د نورو داسې ځایونو راټوله کړي چرته چې د ماشومانو نه مختلف کارونه اخیستل کیږي . او زیاتوی چې زیاتره تښتول شوې ماشومان د جنسي ناوړه کارونو لپاره استمالیږي . اقبال کاظمي وایي ...

ًیو خو ماشومان جنسي اړیکو ته راغبول کېږي، زموږ د سروې مطابق په کراچۍ کې دوه زره اته سوه داسې ماشومان دې ، چې د پیشې په توګه د جنسی ناوړو کارونو لپاره استمالیږي. په دې کې د نجونو شمیره کمه ده او د هلکانو زیاته ده، په اندرون سند او پنجاب کې د ښختو کاروبار کیږي، هلته له دغه ماشومانو جبري مشقت اخیستل کیږي. او په دننه سند کې شخصي جیلونه هم جوړ شوې دي. او تر ټولو زیات تښتول شوي ماشومان مدرسو ته لیږل کیږي. چې هلته یی فکر بدلولی شي او له هغوی ترهګر جوړوي.ً

په پاکستان کې د ماشومانو د تحفظ د یوې اداري سپارک په کراچۍ کې سیمه یز مینیجر سهیل ابړو مشال ریډیو ته وایي په سند او کراچۍ کې د ماشومانو نه جبري مشقت اخیستل کیږي، او زیاتره خو د کور نیو سره په شخصي جیلونو کې ساتل کیږي ، او کارونه پرې کېږي. سهیل ابړو وایي ...........

ً یو خو ماشومان د تاوان لپاره تښتول کېږي، دا اکثره په داخلي توګه زیات وي، او دویم تښتول شوي ماشومان له ملکه بهر بیول کیږي. اوس اوس یوه ډله ( ګینګ( چې په سیند کې یې کار کولو، هغوي به معذوره ماشومان عرب هیوادونو ته د خیر ټولولو لپاره تښتول . بیا موږ ایف آی اې ته وویل، هغوی په دغه ګینګ چاپې ووهلې، او درې کسان یی ورله ونیول، خو دوی اوس هم په سیند کې کار کوي. ً

د جنوبي اسییا لپاره د بشري حقونو کمیشن دغه رپوټ دا هم وایي، په کراچۍ کې په څه نا څه ۲۷۰ جماعتونو د ماشومانو د ورکیدو اعلانونه شوی دي. د بشري حقونو د جنوبي ایشیا د دغه ادارې مشر جان ایریکسن بیا وايي، غربت او بې روزګاري هغه مهمې وجې دي ، چې په پاکستان کې یی د ماشومانو ژوند متاثره کړی.

اخوا د دغه ادارې د پاکستان لپاره نمایینده وایې، په دغه هیواد کې د ماشومانو د تحفظ د سرکاري او غیر سرکاري ادارو له کاره دوی نه دي خوشحاله. او زیاتوي ډیر ماشومان په وړوکي عمر کې چې بلوغت ته هم نوي رسیدلي د جنسي ناوړه کارونو لپاره استمالېږي، چې داسې پیښي زیاتره په کراچۍ ، لاړکانه، پیښور او لاهور کې مخې ته راځي او زیاتوي.

ًد پیښور دننه هم صرتحال ډیر خطرناک دی. هلته هم ماشومان د جنسي ناوړه کارونو لپاره د یو کاروبار په توګه استمالیږي. په پاکستان کې په لاړکانه کراچۍ او پیښور کې د ماشومانو نه داسې کارونه اخیستل کیږی. ً

دجنوبي اسییا لپاره د بشري حقونو کمیشن دا رپوټ زیاتوي په پاکستان کې پولیس او د قانون نافذولو ادارې هغسې کار نه کوي ، څنګ چې باید وکړل شي، او دا هغه وجه ده، چې د ماشومانو د تښتولو په کیسونو کې ورځ په ورځ زیاتوالی راځي.
XS
SM
MD
LG