د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان غواړي د اسامه په اړه پوښتنو ته ځواب ورکړي


سرچینه: نړیوالې رسنۍ

ژباړه: انیسه اجمل

العربیه ټیلی ویژن په خپل یو رپورټ کې ویلی چې داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت او عدلیه خپل قدرت ښودل غواړي او وس وخت د دې پوښتنې راغلی دی چې حکومت پرې له تیرو نهه میاشتو راهیسې مخ اړولی وو چې څنګه اسامه بن لادن په ایبټ آباد کې له یوې پوځي چاوڼۍ سره نزدې پټ شوی وو.او څوک پرې خبر هم نه وو.


د دی پوښتنو کولو مقصد په پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو تور لګول نه دی.که څه هم په دې کار لا عمل نه دی شو خو د اسامه له شپږو کالو راهیسې په پاکستان کې اوسېده یوه حیرانونکې مسله ده ، که د پاکستان د پوځ مشر جنرل اشفاق د دې پلټنو اجازه ورکړی نو په دې سره به یې اعتبار ته ګټه ورسېږي.

رپورټ لیکې چې چېف جسټس افتخار محمد چودري ته پکار ده چې یو داسې خاص کمیشن جوړ کړي چې هغه د اسامه په پاکستان کې د موجودګي په اړه کره او سمې پلټنې وکړي.

داسې پوښتنې راپورته کېږي چې باید د پاکستان و امریکا او نور چارواکې يې ځواب ورکړي.

لومړی پوښتنه دا چې اسامه بن لادن څنګه په دوه زره پنځم کال کې پاکستان ته راغلی او د هغه د اوسیدو په اړه پوځی چارواکو څومره معلومات لرلو.
دویمه دا چې په دوه زره پنځم کال کې د هغه کور مالک څوک وو او د اسامه لپاره څنګه تیار کړل شو.

بله دا چې په ایبټ آباد کې د موجودګی پر مهال چا له اسامه سره رابطې کړې دي

د بې ځوابه پوښتنو دا لسټ ډیر دی خو دا د هغه چا لپاره کافي دی څوک چې حیرانه دی .

رپورټ په آخره کې زیاته وی چې پاکستان له د خپل راتلونکې لپاره سوچ کول پکار دی او د دروغو او شکونه ستونزمنه لسیزه شاته پریښودل پکار ده .دا وخت د امریکا خوشالولو په ځای حکومت ته د اسامه بن لادن د موجودګی په اړه د صحیح پلټنو او د پاکستان د وقار ساتلو ضرورت دی .

امریکايی ورځپاڼه واشنګټن پوسټ د امریکايي او افغان پوځي چارواکو له خولې لیکي چې افغان د خپلو پوځیانو د جاسوسي کولوپلان لري چې مقصد يې دا دی چې د افغان ځواکونو لخوا په خپلو بهر ملکي ملګرو بریدونه ودروي.

د دې هڅو له مخې د امنیت ملي ریاست ددې هیواد جاسوسي اداره به پوځي ټولګیو ته ځی چې د افغان پوځیانو څارنه وکړي.

په ۲۰م فرورۍ یو افغان پولیس چارواکي په کندهار ولایت کې د اتحادي ځواکونو دوه بهرني سرتېري وژلي وو.

رپورټ زیاته وي چې امریکايي او افغان ځواکونه له کلونو راهیسې لا د وړاندې له یوې لویې ستونځې سره بوخت دي خو د فرانسوي سر تیرو وژنې حالات نور هم خراب کړل .
۲۱ کلن برید کونکی چې ژوندی نیول شوی دی ، په پلټنو کې یې ویلي دي هغه په پوځ کې یو برتي کونکې ته رشوت ورکړی وو .بیا پاکستان ته وتښتیدلو خو ورستو يی بیا هغه برتي کونکې ته رشوت ورکړو او په پوځ کې بیا وګمارل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG