د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د ښکېلو ډلو خپلمنځي درزونه


ملیحه امیرزاده ـ مشال راډيو

پراګ:-په داسی حال کې چې طالبانو امریکا سره د سولی په اړه خبرو اترو ته غاړه ایښودلی ده ، خپله په افغانستان او پاکستان کې دننه په جنګ کې ښکېلو ډلو تر مینځ اختلافات شتون لري .

د حزب اسلامي ډلی غیرت بهیر رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې دې ته په اشارې سره ویلي دي که د سولې په پروسه کې ټولی ډلی شامل نه کړل شي نو ممکنه ده په افغانستان کې د امن راوستلو هڅې نا کامه شي. په افغانستان کې د امریکا او اېتلافي ځواکونو او د افغان حکومت خلاف مهمې مقاؤمتي ډلې کومې دي؟ خبریال سمیع یوسفزیی وایي:

((دا وخت په افغانستان کې داسې دوه مهمې ډلې دي. یوه ده حزب اسلامي حکمتیار ډله ده او یوه د طالبانو. داسې ویل کېږي چې په مقاؤمت کې زیاتره برخه یانې نوي فیصده د طالبانو ده او 10 فیصده ممکن د حزب اسلامي برخه کېدای شي. ))

په جګړه کې بوخت د بیلا بیلو ډلو تر مینځ تضادونو ته په اشارې سره سمیع یوسفزي وایي په دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانستان کې دننه د دوه مهمو ډلو طالبانو او حزب اسلامي تر مینځ اختلاف موجود دې

((د حزب اسلامي او طالبانو تر مینځ آیډیالوجیکل توپیر موجود دی او د نظریاتو اختلاف لري چې حتا د طالبانو یو مشهور قومندان داد الله اخوند دیرې ستغی سپورې خبرې په یوه مرکه کې کړې وې. داسې نه ښکاري چې د امریکا سره کوم مذاکرات کېږي په هغه کې دي د دواړو موقف یو وي. هر یو په خپله لاره مزاکراتو ته دوام ورکوي. ))

خو د بیلا بیلو ډلو تر مینځ اختلافاتو په اړه خبریال مشتاق یوسفزي نظر لري چې په جګړه کې اخته ډلې آزادې دي چېرته چې د سولې خبرې اترې یا معاهدې کېږي نو په هغه کې کې برخه واخلي.

((که په پاکستان کې تاسو د اختلافاتو خبره کوۍ نو په دې کې داسې ښکاره اختلافات نشته، چې کله تحریک طالبان پاکستان جوړ شو نو دوی دا فیصله وکړه چې کله په دوی کې د چا خلاف هم کاروایي کيږي نو دوی به له یو بل مرسته کوي. کله چې پاکستان په یو ځای په قبایلي سیمو کې کاروایی شورو کړه نو له دې سره د طالبانو بیلا بیلو ډلو ته موقع ملاوه نه شوه چې د یو بل کومک وکړي. زما په فکر په دوی کې هر چا ته دا اختیار شته چې د حکومت یا د پوځ سره ځانګړی معاهدې وکړي. په باجوړ کې د طالبانو مشر مولوي فقیر محمد په خپله ما ته او طالبانو ته ويلي وو چې له حکومت سره یې امن مذاکرات روان دي. خو بیا د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان د هغې تر دید وکړ. ))


په داسې حال کې چې امریکا د مخالفه ډلو سره د سولې د خبرو اترو هڅې کوي، د دې ډلو تر مینځ خپل مینځي اختلاف د سولی په پروسه هم اغیزکولای شي او که څنګه؟ اؤ د دوي تر مینځ د بنیادي اختلاف وجه څه ده؟ سمیع یوسفزی وایي،

((سوله که په پاکستان کې وي او که په پاکستان کې ، د دی له یو بل سره بنیادي تعلق دې. د دی سولی لپاره دا ضروري ده چې که په افغانستان کې سوله راځي نو په پاکستان کې دننه دی هم حکومت د طالبانو بیلا بیلو ډلو سره جوړ جاړي وکړي، که یو طرف ته سوله کيږي او بل طرف ته نه کيږي نو ممکنه ده ، د یو ځای حالات د بل ځای په حالاتو منفي اغیزې وکړي. او سولې ته نقصان ورسوي. ))

بل لوری خبریال مشتاق یوسفزي وایی که چېری د امریکا او طالبانو تر مینځ شرایط منظور شي او معاهده وشي نو داسې فکر نه کوي چې نورې ډلی د امن پروسی ته نقصان رسولای شي.

((زما په خیال که چېري، د افغاني طالبانو او امریکا تر مینځ خبرې کامیابیږي او هغویله افغانستانه د وتلو لپاره یو موده و ټاکي نو زما په خیال نورې داسې ډلې چې یا په افغانستان کې دننه او یا د پاکستان په قبایلي سیمو کې جنګیږي نو هغه جواز به نه وي. طالبان اوس ډير مضبوط دي . ځیني ملکونه هم د دوی تر شا دي. ))

دا وخت واشنګټن د امن د خبرو اترو لپاره دالقاعده سره اړیکې پری کول مهم شرط ګرځولی دی. که څه هم د طالبانو مشر ملا عمر خپله ډله د القاعده نه بیله کړی ، خو بیا د تحریک طالبان پاکستان حکېم الله مسعود ویلي تر هغو به خپلې حملې نه ودروي ، تر څو امریکا ډرون بریدونه بند نه کړي.

غیرت بهیر رویټرز خبري اژانس ته ویلي تر دا مهال په رسمي توګه په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیسته نه ده شوې او نه هم کوم قیدیان خوشی کړل شوی دي. هغه وایی دغه خبری له په لومړي پړاؤ کې دي. او دی ته انتظار کوي چې مخکې به څه کېږي؟
XS
SM
MD
LG