د لاسرسي ځای

پښتو ته "پرانيستی لیک" زما لرغونې او درنې پښتو


لیکنه: شیرین یار یوسفزی

(د مورنۍ ژبو د نړۍ والې ورځ په مناسبت)

زما د قام لرغونې، درنې، خوږې او پخې ژبې پښتو !موږ تل هم ته سپکه ګڼلې یې، چې په تخت ناست یو نو ته مو نه یې یاده کړې(زموږه د بادشاهت او درباري ژبو په باب تاريخ وګوره) او چې په تخته څملاستلي یو نو هم رانه ته هېره شوې يې (ځنکدن کې راته ودرېږه چې موږه کومه ژبه وايو) ، چې په قبر مو تختۍ لګېدله نو بیا هم چا ستا کلیمې نه دي لیکلې (زموږه قبرستانونو کې د مړو د قبرونو کتبې وګوره چې په کومه ژبه کې دي) دفتر، تعليم او روزګار چرته یو خوا هم موږه تاله ځای نه دی درکړی.

دومره د احساسِ کمترۍ ښکار شوي یو چې خپلو ماشومانو له نومونه په پردۍ ژبو کې ږدُو، په خپلو کې هم پردۍ ژبې ګلابي ګلابي وایو او د خپلې برترۍ یا زیاتې پوهې یوه ناکامه هڅه کوو. موږه هډو شرمېږو هم نه-او شرم پکې لا څه شی وي؟

موږه دا چکرو کې نه پرېووځو.موږه د لنډې ګنډې قائل یو. څنګه څنګه او څو څو لهجې مو جوړې کړې. تاته مو واړه لغت ونغړل او بیا مو ځینې حرکتونه وخوړل ؛ خو لا مو سود نه دی شوی او لګیا یو چې نور ورانی هم وکړو. څوک دې يو خوا راکاږو او څوک دې بل خوا راکاږو،اعتدال خو له سره منو هم نه؛ هر يو هم خپله خوښه، مرضي او ذاتي اختراع هر چا باندې په رسمي توګه منل غواړو.

او څوک څوک ډېر په آسانه او فخر سره وایي" موږ له پښتو لیکل نه راځي- موږه پښتو نه شو لوستلای-پښتو ګرانه ده" موږه ستا په نوم دوکانونه پرانستي دي. غټې غټې عهدې مو تر لاسه کړې دي. ځان نه مو بتان جوړ کړي دي او ستا حقیقي میېنانو نه سجدې غواړو.

د زندان په تورو تیارو کې پراته ستا د نور پتنګان او د مسافرۍ په سختیو کې اخته او رېګزارونو کې مېشته ستا حقیقي مجنونان ادنا مخلوق ګڼو. او د هغو لۀ خوا تاته ډالۍ شوې بې بها مرغلرې کوټه ګڼو. ځکه چې موږه خو اعزازونه ،انعامونه، تمغې او اېوارډونه خپلو کې سره وېشو،(صرف يوه اداره کې دننه دننه)او ستا په نوم راغلې پېسې خېټو ته اچوو.

غټې غټې تنخواګانې او مراعات اخلو. د سېمینارونو او دورو په نوم خپل محفلونو او "سېل سپاټو" نه خوندونه اخلو.خپل مات ګډ ليکونه او کتابونه ستا په نوم راغلو پېسو باندې چاپوو. او بیا یې په غټو غټو بيیو خرڅوو، دا ځکه چې کره کار ونه شي او چرته زموږه دنده ختمه نه شي. بلا څه هضم کړو او ډیکارونه واچوو. ټېکداري نظام مو جوړ کړی.

د تحقیق، تخلیق او تنقید خپلې خپلې ټېکې دي- د "هر فنِ مولا "(د یو کسیزې لوبې یا ون مېن شو) مظاهره دې خلکو له موږه ذده کړېده. تاسره د رنګ رنګ بد کولو لپاره موږ پوره پوره زور لګوو. زموږه نه آخوا هر یرغلګر او سامراج هم ستا په مرۍ پښه اېښودې. خو! پته نشته چې دا ته څه بلا یې؟ ؛ چې لا اوس هم په آب و تاب سره ژوندۍ یې او د خپلې بقا او لا تقویت سندرې هم وایې . موږ ته زموږه ساه، شناخت، خودي، آزادي، وقار،علم او شعور بیا راګرځوې.

ته په موږ ظالمانو، غاصبانو، غافلانو، کاهلانو، جاهلانو او غلامانو څومره میینه یې! زموږ خپلې لرغونې، درنې، خوږې او پخې پښتو ! موږه تاته ډېر ملامت يو. د خدای لپاره موږ ته زموږه هر زیاتی وبخښه ! او الله ته زموږه د هدایت لپاره سوال وکړه. ستا دعا به مقبوله وي. موږ ته خپل ځان معلوم دی او الله هم موږ ښه پېژني.
XS
SM
MD
LG