د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشکوک ترهګر پښتونخوا حکومت ته سپارل کېږي


ګل آیاز مشال راډیو

پراګ:- د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، چې د پاکستان استخباراتي ادرو سره یې په دې کار روان کړی دی چې شاوخوا ۹۰۰ مشکوک ترهګر صوبايي حکومت ته وسپاري.

د پښتونخوا د قانون وزیر ارشد عبدالله له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل له صوبايي حکومت سره دومره حراست خانې نشته چې د هغوی امنیت پکې ټینګ وساتل شي.دده په خبره چې پر دې هم کار روان دی چې حراستي مرکزونه پیاوړي کړي.

دی وايي چې وړاندې دا مشکوک ترهګر له استخباراتي ادارو سره په نامالومه حراست خانو کې پراته وو خو اوس د پښتونخوا صوبې د کورنیو چارو د سکرېټري تر څارنې لاندې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو مالومه حراست خانو ته د سپارلو بهیر پیل شوی چې ددغه کسانو خپل خپلوان ورسره وویني او ځان ته خپل وکیلان ونیسي.

نوموړی وايي، استخباراتي ادارو لا ورته د مشکوکو ترهګرو نومونه نه دي سپارلي.

د قانون وزير ارشد عبد الله پر خلکو غږ وکړ چې د ترهګرو پرضد ګواهي لپاره عدالتونو ته راوړاندې شي، دده په خبره شاهدي ورکوونکو ته به هر قسمه تحفظ ورکوي .
XS
SM
MD
LG