د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار : له ۶ تنه وسله والو سره ګڼې وسلې نیول شوې




سید شاه سقیم - مشال راډیو

کندهار:- د کندهار د ملي امنيت کار کوونکي وايي چې د وسلو د يو قاچاق وړونکي په ګډون يې د کندهار په بېلابېلو سيمو کې شپږ تنه د دولت مخالف وسله وال نيولي دي .

د ملي امنيت کار کوونکي وايي چې له نيولو شويو کسانو سره يې د سلو ميلو په شاو خوا کې وسلې ، او لاسي بمونه هم نيولي دي .

د نيولو شويو کسانو له ډلې يې څو تنو مشال راډيو ته وويل چې له څه مودې را په دې خوا يې په کندهار کې پر کورنيو او بهرنيو سرتېرو وسله وال بريدونه کول او کله کله به يې سړک په غاړو ماينونه هم خښول .

(( زما نوم عبدالله دي په حيدري مشهور يم، طالبانو ماته يو ماشين او درې شاجوره راکړل. يو وار په ژړۍ کې په خارجيانو بريد وکړ ، بيا مو هم د حاجي عبدالحکيم په کلي کې په خارجيانو بريد وکړ . هغه ماشين اوس هم له ما سره دى . يو زوړ جومات دى د هغه په محراب کې مي ايښى دى ))

(( زما نوم محمد رفیع دى ، د طالبانو قومندان ماته زنګ را ووهه چې د ترنک له پله سره يو زرنج ولاړ دى چې اووه ميزايل پکې دي هغه مي را واخيستل او بيا د کندهار د هوايي ميدان پر خوا انفجار ورکړ . زه نه پوهېږم چې په هغو مزايلو به څوک لګيدلي وي او څو تنه به يې وژلي وي ))

(( زما نقيب الله دى . دوه مياشتي وړاندې د طالبانو له يو قومندان سره يو ځاى شوم هغه راته وويل چې په يو خرابه سراى کې مو ماينونه ايِښي دي هغه مو را واخيستل يو مو د سړک پر غاړه او بل مو تر ډآمبر لاندې په دښته کې ښخ کړ ))


د عبدالصمد په نامه د وسلو نيول شوي قاچاق وړونکي هم ومنله چې اويا ميله وسلې يې څو ورځې وړاندې له پاکستانه راوړې وي او دلته به يې په وسله والو پلورلې.

دى وايي وسلې مي د پاکستان په ځنګل کې د پاکستان له حکومتي چارواکيو څخه اخيستي دي او تر پوله هم راسره د پاکستان حکومتي چارواکيو را اړولې دي.

(( وسلې ما د پاکستان له دولت څخه واخيسته هغوى راسره تر بارډر را واړوله . خو پوليسو دلته له ماسره زما په کور کې ونيوله . په دغو وسلو کې پېنځه ويشت ماشينونه او پېنځه څلوېښت تمانچې وې ))

که څه هم نيول شوى کس وايي چې افغانستان ته د وسلو په راوړلو کې يې مرسته پاکستاني چارواکيو کړې خو پاکستاني چارواکيو په وار وار د افغان دولت هغه ادعاوې بې اساسه بللې دي چې ګواکې د پاکستان ځينې استخباراتي ادارې وسله وال د جګړې لپاره افغانستان ته لېږي.

ملي امنيت څو ورځې وړاندې هم په کندهار کې د دوو ماشومانو په ګډون چې غوښتل يې ځانمرګي بريدونه وکړي شپږ تنه د دولت مخالف وسله وال نيولي وو .
XS
SM
MD
LG