د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې شورا : د کوټې طالبانو ته مو استازی استولی


Prague: Afghanistan peace council logo
Prague: Afghanistan peace council logo
سید شاه سقیم ـ کندهار

د کندهار د سولې ولايتي شورا وايي چې څو ورځې وړاندې يې د طالب وسله والو د کويټې شورا جنګي قومندانانو ته د خبرو کولو او له دولت سره د يو ځاى کولو په موخه کويټې ته سړي ليږلي دي چې تر اوسه پورې يې هڅې بريالۍ روانې دي.

په کندهار کې د سولې د ولايتي مشر حاجي عطا محمد احمدي مشال راډيو ته وويل چې استازي يې له هغو قومندانانو سره د خبرو کولو لپاره ليږلي دی چې له کويې شورا سره تړاوو لري او دا مهال په افغانستان کې په جګړو بوخت دي.

دى وايي، په هېواد کې د ننه يې هم له وسله والو سره د خبرو کولو هڅې روانې دي خو په افغانستان کې د ژمي د راتګ او يخني له امله زيات طالب قومندانان له افغانستانه وتلي ځکه خو يې هلته استازي وراستولي دي.

(( د کوټې هغو قومندانانو ته مو دغه پلاوى ليږلى دى چې اوس دلته موجود نه دي خو نفر يې دلې دي او جګړه هم دلته کوي. همدارنګه مو له هغو طالب چارواکيو سره چې د کوټې له شورا سره اړيکې لري هم نفر د خبرو کولو د پاره ليږلي دي ))

حاجي عطا محمد احمدي وايي چې تر اوسه پورې يې له کويټې مېشتو قومندانانو سره د خبرو هڅې بريالۍ روانې دي او هيله لري چې وسله وال به خبرو کولو ته کښېني.

دى وايي زموږ له لومړنيو هڅو څخه داسې مالومېږي چې وسله وال هم پوهېدلي دي چې نور يې جنګ په ګټه نه دى .

د ده په خبره د جنګي قومندانانو خبرو ته کښېنول يې د کندهار د سولې د ولايتي شورا غړو او قومي مشرانو ته ورسپارلي دي چې وروسته به ټول جزيات له مرکز سره شريکوي .

(( د سولې له بهير سره رضايت ښکاره شوى دى ځکه چې ټوله نړۍ يې همکاري کوي. فکر د پاکستان حکومت به هم له موږ سره د زړه له اخلاصه همکاري وکړي. په دې سربېره راډيو ګانې او ټلويزيونه هم وسله والو او نور خلک هر وخت ګوري او اوس پوهېدلي دي چې جنګ يې په ګټه نه دى. ))

تر اوسه پورې لا د دولت مخالفو وسله والو طالبانو د کندهار د سولې د ولايتي شورا د ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي .

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو وختونو کې طالب وسله والو منلې ده چې د قطر هېواد په مرکز دوحه کې له امريکايانو سره د سولې په اړه خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG