د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام آپاد سرمشریزه، او د سیمې استحکام


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري،د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد او د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د اسلام آباد سرمشریزه کې .۱۷فبروري.۲۰۱۲
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري،د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد او د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د اسلام آباد سرمشریزه کې .۱۷فبروري.۲۰۱۲
منور شاه ـ مشال راډيو

پراګ:-په اسلام آباد کې د روانې میاشتې په ۱۷ مه نېټه د پاکستان، ایران او افغانستان ولسمشرانو د سرمشریزې وروسته په خپله یوه ګډه اعلامیه کې دوی ویلي چې ددرې واړه ګاونډي هېوادونه به خپلمنځي تعلقاتو ته لا ډېره وده ورکوي چې پکې د سیمې د استحکام، تره ګرۍ د مخنیوی او اقتصادي پرمختګ لپاره ګډه همکاري زیاتول شامل دي.

ددې ترڅنګ ولسمشر حامد کرزي افغانستان کې د سولې بهیر په لړ کې هم د پاکستانی چارواکو سره خبرې اترې کړي.

په دې پوښتنه چې دغه غونډه په عمومي توګه او د پاکستانی چارواکو سره د ولسمشر کرزي ځانګړې خبرې به په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره څومره کردار ولوبوي. په اسلام آباد کې د سیاسي او دفاعی څیړونکې عایشه صدیقه وايي،)) په دې لړ کې لا خو څه کار شورو شوې نه دې بلکې دې کې دافغان ولسمشر لخوا د پاکستانی پوځ او ایجنسو په حواله ځنې شکونه هم مخې ته راغلي دي. نو زما په خیال دا غونډه د سفر آغاز دې او ددې د کردار په اړه څه وییل به د وخت نه وړاندې خبره وي))

بلخوا زیاتره کار پوهان په دې نظر دي چې دافغانستان د مسلې د هوارولو لپاره د ایران او پاکستان یو ځاﺉ ناسته یو لوی پرمختګ دی. د سیمه ایزو او دفاعي چارو څیړونکې بریګیډیر محمود شاه وايي،

((زما په خیال دا یو ډېر ښه کانفرنس وو چې پکې مثبتې خبرې شوي دي او په افغانستان کې د سولې لپاره ډیر کردار ترسره کولاﺉ شي. په افغانستان کې زیاتره ولسي خلک د پاکستان او ایران تر اثر لاندې دي او که دا دواړه هېوادونه خپلې ګټې شاته کړي او دافغانستان د سولې لپاره کردار ترسره کړي نو افغانستان کې به سوله او ثبات راشي.((

عایشه صدیقه وايي که څه هم پاکستاني چارواکو دا ډول ولسمشر کرزي ته وخت په وخت افغانستان کې د سولې لپاره د مرستو خبرې کړي خو په دې لړ کې یو شمیر خبرې لا په پوره توګه واضحه نه دي.

(( خوخبرې به وړاندې څنګه پرمخ ځي، ډیرې زیاتې مسلې دي لکه د پاکستاني حکومت او پوځ نظر دې لړ کې یو دی که څنګه ؟ د باکستاني حکومت په خپل پوځ او دهغې په ادارو څومره کنټرول دی؟ دا راز افغانستان کې هم یو شمیر مسلې دي چې مالومه نه ده د ولسمشر کرزي په قابو کې دي او که څنګه، ددې ترڅنګ په افغانستان کې دسولې لپاره یو شمیر هڅې روانې دي چې پکې تر ټولو لویه هغه په قطر کې امریکا د طالبانو سره د خبرو اترو هڅه ګڼل کیږي، نو طالبان دې هرڅه کې څه ډول برخه اخلي دا هر څه لا واضحه نه دي خو کله هم چې خبرې اترې کیږي د ډیر ګټه ور عمل وي ))

دپاکستان، افغانستان او ایران ترمنځ دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې په افغانستان کې د سولې لپاره په قطر کې دامریکا لخوا طالبانو سره دخبرو اترو شورو کولو هڅې روانې دي.
XS
SM
MD
LG