د افغانستان د کندهار په څلورم نمبر پولیس سټیشن يو ځان مرګی بريد شوی .
په سيمه کې د مشال خبر يال وايي چی په دغه پیښه کې يو پوليس وژل شوی او د يو پولیس په ګدون دري نور کسان یی ژوبل کړي دي .
په سيمه کې چارواکو د مشال خبریال ته ويیلي چی دغه ځان مرګی بريد کونکې په موټر کې سپور وو.
د کندهار د مطبوعاتي مرکز وايي چې ځانمرګي په يو سرپ ډوله موټر کې سپور وو چې د حوزې قره ول ته له رسېدو سره يې ځان الوزلى دى .
د کندهار د والي زلمي ايوبي مشال راډيو ته وويل :(( نن تر غرمې مخکې د کندهار د څلورمې حوزې مخې ته يو موټر بم چاودنه شوې ده چې پکې يو پوليس وژل شوى او درې ملکيان ټپيان دي ، د پلټنو په اساس د بريد هدف امنيتي حوزه وه خو زيان يې ملکي خلکو ته رسولى دى . په پېښې ځاى ته نږدې يو کور او ښوونځي ته يې هم زيات زيان اړولى دى . ))
تر اوسه پورې د پېښې مسوليت کومې ډلې نه دى منلى.
د پېښې مسوليت وسله والو طالبانو منلى دى.
قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي مشال راډيو ته وويل چې بريد د دوى يو ملګري کړى دى .
دى وايي په بريد کې يې ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ملي امنيت په کندهار کې دوه تنه ماشومان چې غوښتل يې ځانمرګي بريدونه وکړي نيولي وو .
بلخوا د افغانستان په جنوب کې پرون په یوې چاودنه کې څلور کسان ووژل شول.
دغه چادونه د کندهار شاولی کوټ ولسوالۍ ته په غزیدلې لویه لاره کې رامنځ ته شوې ده.
د دې ولسوالۍ د امنیې د قومندان محمد باچا خان په وینا په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.
ملګروملتونو ویلی چې د وسله والو لخوا په سړک کې ښخ شوي بمونه د ملکې تلفاتو د زیاتوالي یو لوی سبب دي.
پروسږ کال (۲۰۱۱ کال( په افغانستان کې له دری زرو نه زیات ملکې وګړي وژل شوي وو چې څه نا څه د دریو برخو زيانونو په شا همدغه په سړک کې ښخ شوي چاودیدونکې وسیلې ښودل شوې وې.