د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پښتنو جنګ تپل شوی دی.پښتونخوا ګورنر


د خيبر پښتونخوا ګورنر بيرسټر مسعود کوثر
د خيبر پښتونخوا ګورنر بيرسټر مسعود کوثر
د خيبر پښتونخوا ګورنر بيرسټر مسعود کوثر ویلي دي چي په سیمه کي د امن لپاره حکومتونو او ولس له په ګډه هڅي کول پکار دي.

ګورنر کوثر دا خبره پرون د پيښور په ارباب نياز کرکټ سټيدیم کی د پاکستان او افغانستان د کرکټ لوبډلو تر مینځ د ټي ۲۰ دريو لوبو د سیريز شورو کیدو غونډي ته د وينا په وخت وکړه .

((زموږ د دواړو هيوادونو د ذمه واري ده چي موږه خپلو قامی ګټو ته اهميت ورکړو ، او د امن لپاره هڅی اوکړو ، او بهرنيو خلکو ته اونه ګورو. ځکه چی دا تباهي په موږه تپل شوېده او اوس موږ له پکار ده چې د خپلو ګتو لپاره په هوښيارۍا کار وکړو.))


ګورنر مسعود کوثر زياته کړه چي په پښتنو/ افغانانو تشدد او جنګ د نورو خلکو له خوا ورتپل شوی دی. او په سيمه کی امن په پوځی نه بلکې په جرګو مرکو راتلای شي.

د کرکټ لوبې د پیلیدو په دغه مراسمو کې په پیښور کې د افغانستان قونسل جنرل سید محمد ابراهيم خيل هم ګډون وکړو
XS
SM
MD
LG