د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسماعیل خان پر اټنیزو سندرو کار کوي


اسماعیل په پښتو موسیقۍ کې یو نوی نوم دی ، خو دفن قدردانو دده کړي لږ کارته په ډیر درنښت کتلي او دده د هنر ستاینه یې کړې ده ، دده اودجنید په غبرګو اوازونو یوازې د ګوتو په شمیر څو سندرې راغلي ، خو داسې کره او په تول پوره چې ډیر قدردان یې په ځان حیرانه کړل.
داسماعیل پوره نوم محمد اسماعیل خان دی، پلرنۍ سیمه یې د چارسدې د عمرزو کلی دی، خو ددوي پیدایش په پېښور کې شوی او د زیږیدو نیټه یې ده د ۱۹۸۸ یم کال د اکتوبر اتلسمه نیټه .
اسماعیل دپېښور په ایډورډز کالج کې ذدکړې کړي او دا مهال هم په پېښور کې په ذدکړو بوخت دی، او BBA کوي.
اسماعیل خان وايي چې د موسیقۍ سره یې د ماشوم توب نه څه خاص شوق نه و،خو دکالج په زمانه کې یې ورته پام شو او کار یې پیل کړ. دده سره په دې هنري سفر کې دده ملګری جنید هم شامل دی چې دواړو ځان له هنري ډله جوړه کړې ده.
داسماعیل او جنید دګوتو په شمیر سندرو ددوی مینه وال دې ته تږي پريښي چې دوی دې نورې سندرې هم ووايي، داچې دوی به کله دا کار کوي او خپل هنري کارونه به نور څنګه غزوي، دا ټولې پوښتنې به د نن په تاتره کې له دوی نه کوو، نو د نن تاتره د اسماعیل او جنید په نوم.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG