د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام آباد کې دفاع پاکستان کونسل مظاهره


په اسلام آباد کې د دفاع پاکستان کونسل لخوا د ډرون بریدونو او په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو ته د سپلايي جاري ساتلو پر ضد نن د ګل ورځ احتجاجي مظاهره ترسره کېږي.

وفاقي حکومت لا د وړاندې د کورنو چارو د وزير رحمان ملک په امر د دې کونسل پر درو غړیو حافظ سعيد، احمد لدهيانوي او عبدالرزاق ، تر یوې اونۍ پورې اسلام آباد ښار ته د ننوتو بنديز لګولی دی او که یې ښار ته د ننوتو هڅه وکړه نو نیول کېږي به.

دغه کونسل وړاندې ويلي وو چې د پارليماني ودانۍ مخې ته به مظاهره کوي خو د اجازت نه ميلاوېدو له وجې یې اوس د مظاهرې ځای بدل کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG