د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لر وبر پښتنو حلقې د جوړې شي.شیرپاو


د پاکستان پیپلز ګوند شیرپاو ډلې مشر آفتاب احمدخان شېرپاو
د پاکستان پیپلز ګوند شیرپاو ډلې مشر آفتاب احمدخان شېرپاو

خالیدخان - مشال راډيو

پېښور ک- د پاکستان پیپلز ګوند شیرپاو ډلې مشر آفتاب احمدخان شېرپاو وايي، چې د افغانستان له ولسمشر کرزي سره په اسلام آباد کې د لیدو پر مهال یې هغه ته ځینې وړاندیزونه ورکړي او ورته ویلي یې دي چې په افغانستان او د پاکستان د پښتنو په قبایلي سیمو کې د روغې جوړې او پخلاینې لپاره پښتانه مشران باید خپل کردار اداکړي.

د ډیورنډ غاړې مېشتو پښتنو قبایلیو د رابطې زیاتولو لپاره د ګډې جرګې جوړې شي چې د پولې یوې بلې خوا ته د کېدونکو ترهګرو پېښو د مخنیوي په لړ کې پرمختګ وشي.

آفتاب شېرپاو وویل چې ولشمر کرزی پاکستان ته له خپل سفره مطمین دی او ویلي یې دي چې په دې لړ کې پرمختګ شوی دی.حامدکرزي په خپل سفر کې له پاکستانیو مذهبي مشرانو سره په لیدو کتو کې له طالبانو سره د مذاکراتو په ترڅ کې هغوی هم په اعتماد کې اخیستي دي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG