د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا زموږ په استازیتوب له طالبانو سره نه شي غږېدلای


د افغانستان ولشمر حامد کرزی
د افغانستان ولشمر حامد کرزی

سرچینه : ډان ورځپاڼه

ژباړه نجیب عامر - مشال راډیو پراګ

په ډان ورځ پاڼه کې باقر سجاد سید لیکي کیدای شي افغان ولس مشر حامد کرزي به د اسلام اباد نه داهیله لرله چې د طالبانو سره په روغه جوړه کې ورسره مرسته وکړي، خو اسلام اباد ته د هغه له سفره داسې معلومیده چې په دې معامله کې د امریکایانو سره هغه په یو دریځ کې نه دی ولاړ ، ددې باوجود چې هغه په قطر کې د طالبانو ددفتر د پرانیستلو تایید کولو .

نوموړي د خبریالانو دیوې ډلې سره دخبرو پرمهال زیاته کړه : امریکایان زموږ په استازیتوب د طالبانو سره خبرې نه شي کولی، او نه له موږ سره د طالبانو په استازیتوب غږیدلای شي. حامد کرزي داهم وویل چې دوی یوازې په قطر کې طالبانو ته ددفتر د پرانیستلو په موضوع موافقې ته رسیدلي، خو دده په وینا د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو ځای به دوی ټاکي او دوی به سعودي عربستان او یاهم ترکي ته لومړیتوب ورکوي.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر د افغانستان د حکومت هغه غوښتنه غیر منطقي او خندنۍ وګڼله چې د ملاعمر په ګډون د طالبانو مشران دې دروغې جوړې دریځ ته وړاندې کړي.

ورځ پاڼه لیکي چې معامله پیچلې ښکاري چې د قطر دفتر به کارونه څه ډول پرمخ وړي ځکه کابل په دې ناهیلی معلومیږي چې واشنګټن دوی ولې له دې معاملې لرې ساتلي ، پاکستان د طالبانو مشران د روغې جوړې دریځ ته نه وړاندې کوي او طالبانو تراوسه په دې اړه په ډاګه نه دي ویلي چې دوی د روغې جوړې په خبرو کې برخه اخلي که نه ؟

د ورځ پاڼې ډان په باور افغان ولس مشر حامد کرزی د طالبانو سره دداسې روغې جوړې پلوي دی چې په ترڅ کې یې دده د حکومت غړي او طالبان د پرانیستو دروازو په غونډه کې له یوبل سره مخامخ کښیني ، چیرته چې ټول افغانان ددوی معامله څارلای شي او افغان حکومت به پر دې مهال ځانګړي شرطونه هم وړاندې کوي. خو له دې سره سره هغه د مذاکراتو یو بل دریځ هم ویني چیرته چې له طالبانو سره د روغې جوړې پرمهال پاکستان او امریکا هم موجود دي.

ډان لیکي په دې لړ کې د پاکستان دریځ تل دا پاتې شوی چې دوی به دافغانانو په مشرۍ کې د روغې جوړې د هرې جرګې ملاتړ کوي او همدا خبره په اسلام اباد کې د درې اړخیزې غونډې پر مهال دایران او پاکستان ولس مشرانو محمود احمدي نژاد او آصف علي زرداري هم وکړه او ویې ویل چې په دې پروسه کې دافغانانو کره موجودیت ډیر اړین دی.

اوس پوښتنه داده چې کله ولس مشر حامد کرزی وايي، چې دی د افغانانو په مشرۍ له طالبانو سره روغه جوړه کول غواړي نو پاکستان په دې معامله کې څه ستونزه لري. په دې لړ کې دپاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر د افغانستان د حکومت هغه غوښتنه غیر منطقي او خندنۍ وګڼله چې د ملاعمر په ګډون د طالبانو مشران دې دروغې جوړې دریځ ته وړاندې کړي.

د ډان ورځ پاڼې خبریال باقر سجاد سید لیکي دپاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړ پوړي چارواکي دوی ته ویلي چې هغوی دافغانستان دسولې لپاره ژمن دي ، په دې لاره کې دوی دکوم ځانګړي کس غوښتنه نه شي منلای او د ولس مشر حامد کرزي شخصي هڅې دوی ته ستونزې جوړولای شي.

ورځ پاڼه لیکي داسې ښکاري چې پاکستان دوه زره څوارلسم کال ته انتظار باسي ، چې د ژمنې سره سم به ناټو خپل ځواکونه له افغانستانه ویستي وي او دولس مشر حامد کرزي د واک موده به هم پای ته رسیدلې وي او هغه به د ايين سره سم په دریم ځل ولس مشر کیدو ته جوګه نه وي پاتې ، نو هله به دوی غواړي چې د سولې پروسه پرمخ لاړه شي.
XS
SM
MD
LG