د لاسرسي ځای

په خیبر کې وسله وال بیا ښکر په ښکر شوي شپږ تنه مړه



خیبر:- پاکستاني پوځيان او د طالب ضد ام لښکرو وسله وال د خیبر قبایلي سمیه کې امنیت ساتي.۲۸ سپټمبر ۲۰۱۲

خیبر:- پاکستاني پوځيان او د طالب ضد ام لښکرو وسله وال د خیبر قبایلي سمیه کې امنیت ساتي.۲۸ سپټمبر ۲۰۱۲

د خيبر ايجنسۍ په لرې پراته سيمه تيراه کې د د وه وسله والو ډلو لښکرې اسلام او زخه خېل توحيد اسلام ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

په سيمه کې د مشال ريډيو د خبريال له مخې دا نښته اوس هم له وقفې وقفې سره روانه ده چې په کې د درنې او سپکې وسلې استعمال کيږي.

توحيد اسلا م ته د پاکستاني حکومت ملاتړ هم تر لاسه دی.

ياده دې وي چې په خيبر ايجنسۍ کې له ډيرې مودې راهسې اکثره د وسله والو ډلو ترمنځ نښته کيږي چې په کې ګڼ خلک وژل شوي دي.



خیبر:- منګل باغ، د لښکرې اسلام ډلې مشر چې په خیبر اېجنسۍ باړه کې وسله وال عملیات کوي.

خیبر:- منګل باغ، د لښکرې اسلام ډلې مشر چې په خیبر اېجنسۍ باړه کې وسله وال عملیات کوي.

ددغه ډلو ترمنځ له نښتو په سیمه کې کار روزګار او تعلیمي ادارې په ټپه ولاړې دي.ګڼو خلکو له سیمې خوندي ځایونو ته کډه وړې ده.چې د ژمي په ساړه یخ کې یې ژوند ډېر په سختو کړاونو کې تېرېږي.

بلخوا د جنوبي وزيرستان د واڼه له سکاؤټ کېمپ سره نږدي د ايف سي په يوه چېک پوسته ناڅرګنده وسله والو بريد کړې چې په کې يو امنيتي سرتېری وژل شوې او يو ژوبل دی.

د استخباراتي ادارې يوه چارواکي هم د دې پيښې تصديق کړې خو تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د پيښې پړه پر غاړه نه ده اخستې.

هلته د شمالي وزيرستان پولېټکل چارواکې وايې د سيمې په تاسيل ميرانشاه ، دته خېل ، بويه ، دوسلي ، رزمک او سب ډيويژن ميرعلي کې د نامالوم وخته پورې کرفيو لګول شوې او وايلي دي چې په له رو به يواځې پوځي قافلې ځي.
XS
SM
MD
LG