د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوس هم د ډولۍ رواج ژوندى دى


د ناوې ډولۍ
د ناوې ډولۍ

بازمحمد عابد مشال ريډيو جلال اباد


په بسم الله قدم راواخله شايسته ناوکۍ
وه پښتنې ناوکى
الله دې مل شه

دا سندره که له يوې خوا عمر خوړولو ميرمنو ته د خپلو اولادونو د ښاديو ياد تازه کوي، نو بلې خوا ته به د ډيرو پيغلو په زړونو کې د ناويتوب د ارمان غوټۍ هم راټوکوي.

دا سندره به پخوا په داسې موقع ويل کيدله چې ناوې به يې د خاوند په کور کې له ډولۍ څخه راښکښته کړه او قدم به يې ورواخيست.

ډولۍ د پښتنو په کليو بانډو کې له پخوا نه رواج لري او اوس هم په ډيرو سيمو کې ناويانې په ډوليوکې د پلار له کوره د خسر کورته بيايي.

شاعر او ليکوال عزت الله ځواب چې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ سره تعلق لري د خپل کلي د هغه وخت خبره راته کوي چې په ډوليو کې به يې ناويانې له يوه کور نه بل ته بوتلې.

(( له واده نه به يو ورځ مخکې به د کلي ځوانانو تازه لښتې راوړې، په زانګو به يې د لينديو په څير وتړلې، بيا به يې پرې سور شال وتاړه او ډولۍ به يې ترينه جوړه کړه. ډولۍ پسې به ډله کليوال روان وو که د ناوې او شا کورونه به سره نيږدې هم وو نو ډولۍ به ځوانانو پورته کړه او د ټول کلي نه به يې وګرځوله.))

خو د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالى د پاخه عمر يوه ميرمن د خپل واده د ډولۍ خاطرې راسره شريکوي وايي چې دا يې هم په ډولى کې راوړې وه. سخته ويريدلې وه او په دې خاطر يې ژړل چې له ډولۍ څخه ګوزاره نه شي. دا وايي چې ډير سرمست ځوانان شته چې ډولى يې په منډو کړي وي. چې کله کله ترينه لويږي چې بيا ترې ډيرې مسلې راپيدا کيږي.

دا ميرمن وايي چې کله کله به يې له ناويانو سره په ډولۍ کې کاڼي او يا هم ماشومه جينى په دې خاطر کينوله چې ډولۍ وړونکو ته ناوې درنه ښکاره شي.

د جلال اباد ښار يو تن اوسيدونکي عبداالهادي اثر وايي چې په ښار کې ناويانو ته موټر ګل پوش کيږي، شاه په کې د خسر کور ته بيايي او بيا ورسره ناوي په موټر کې کينوي او د ښار په مشهور څلور لارې دوره ورکوي او بيا يې د خاوند په کور سپاري.

خو د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ سيد حميد الله پاچا بيا وايي چې اوس هم د دوۍ په کلي کې د ډولۍ رواج ځکه پاتې دى چې د کلي شا وخوا اکثره کلي يې د موټر سرک نه لري. دى زياتوي چې په ډولۍ پسې د کلي واړه، ځوانان او مشران په ډله روان شي او په ډول او نغاره يې د خاوند کورته راورسوي.

ياده دې وي چې په ډيرو هغو سيمو کې چې اوس ورته د موټرو د تګ لاره پيدا شوې، د ډوليو ځاۍ موټرو نيولى دى، خو د افغانستان په ليرو پرتو سيمو کې اوس هم ناويانې په ډوليو کې انتقاليږي.
XS
SM
MD
LG