د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د برېښنا کمی یوه لویه ستونزه



سید شاه سقیم – مشال راډیو

کندهار:- د افغانستان د کندهار ډېرى اوسېدونکي وايي چې د برېښنا نه شتون يې پر ورځنيو چارو او کارونو بدې اغېزې کړې دي.د دوى په خبره دا مهال چې د ښار ځينې سيمې په ورځو ورځو برېښنا نه لري اوسېدونکي يې اړ وي چې په کورونو او دوکانونو کې د برقي سامانونو د چلولو د پاره جنرېټرونه ولګوي چې په دې سره دوى دومره ګټي نه لکه په تېلو چې يې لګوي.

د کندهار ښار څو تنه اوسېدونکو په مشال راډیو سره په خبرو کې وویل .

(( دا درې ورځې مو برېښنا نه ده ليدلې، يخني هم زياته ده او د سونګ مواد لکه ګاز او تېل هم ګران شوي دي ))

(( موږ دلته د فوټو کاپي او عکس اخيستلو ماشينونه لرو دا ټول په برق چلېږي. چې برق نه لرو موږ يوه افغانۍ هم نه شو ګټلاى. د تېلو نرخ هم زيات شوى دى کله چې جنرېټر چلوو له جېبه تاوان کوو . ))

په مشرانو جرګه کې د کندهار د خلکو استازى بسم الله افغانمل هم وايي چې په تېرو لسو کالو کې په کندهار کې خلکو د برېښنا د ورکولو لپاره شوي کارونه هيڅ هم نه دي.

دى وايي په کندهار کې يې پېنځه شپې کړې دي خو يوه يې برق ته تېره کړې ده.

د ده په خبره په وار وار يې د برېښنا وزير او ولسمشر کرزي ته ويلي دي چې کندهار ته دي سمه برېښنا ورکړل شي خو چا يې خبرې ته غوږ نه دى نيولى دى .

(( نن څلورمه پېنځمه ده چې کندهار ته راغلى يم. په دا پېنځه ورځې کې مي يوه شپه برق ليدلى دى هغه هم د ماښام له اوو بجو بيا د سهار تر اوو بجو پورې. د برېښنا مشکل په ټول کندهار کې موجود دى. دا له هره لحاظه يو غټ مشکل دى هغه که اقتصادي وي ، که امنيتي يا سياسي او يا هم اجتماعي . موږ په وار وار د برېښنا وزير اسماعيل خان ته ويلي دي او څو ځله مو ولسمشر ته هم ويلي دي خو هغوى هيڅ هم نه دي کړي ))

بسم الله افغانمل وايي چې د کندهار ټول دولتي چارواکي بايد دوى ته د برېښنآ د نه ورکولو په غبرګون کې له دوندو لاس واخلي او ولسمشر ته استعفاوې ورکړي.

(( زما په نظر يوه وروستۍ لاره شته هغه دا چې د کندهار والي، ولايتي شورا او د افغانستان د پارلمان اعضا په ګډه لاړ شو او ولسمشر ته خپلې استعفاوې ورکړو او ورته ووايو چې ولسمشره موږ نور خپلو دندو ته ادامه نه ورکوو تر څو چې زما د برق مشکل نه وي حل شوى ))

کندهار ته دا مهال زياته برېښنا په هلمند کې له کجکي بند څخه راځي.

د کندهار د برېښنا رياست چارواکي وايي چې کندهار تر شپېته مېګا واټه زياتې برېښنا ته اړتيا لري خو دا مهال په کجکي کې د اوبو د ټېټيدو او تخنيکې ستونزو له امله ورڅخه کندهار ته يوازې شپږ مېګا واټه برق راځي چې دوى حيران وي چا ته يې ورکړي او په چا يې پارچاو کړي.


د چارواکيو په خبره د کجکي بند کولاى شي سل مېګا واټه برېښنا توليد کړي خو دا مهال يې د توليدي برېښنا اندازه دوه دېرش مېګا واټه ته رسېږي.

د افغانستان د برېښنا شرکت مشر عبدالرزاق صمدي وايي چې يوه اندازه سامانونه يې کجکي ته رسولي او ټآکل شوې ده چې د دغه د توليدي برېښنا کچه به اووس مېګا واټه نوره هم لوړه کړي خو وايي دا کار به دوه کاله وخت واخلي.

(( چې زه خبر يم تر اوسه پورې اته کانټينره برقي تجهيزات وختي لا کجکي ته انتقال شوي دي. په دې توګه به د کجکي برېښنا اوولس ميګا واټه نوره هم زياته شي. خو دا ټول به دوه کاله وخت واخلي ))

په داسې حال کې چې د کندهار اوسېدونکي وايي په ورځو ورځو برق نه لرو څه موده وړاندې د دغه ولايت د برېښنا رياست سلګونه کمپيوټري ماشينونه د برېښنا په ستنو کې په دې خاطر ځاى پر ځاى کړل چې د دوى په خبره د برېښنا د غلا کولو مخه ونيسي.
XS
SM
MD
LG