د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې د ایراني رژيم ضد ډله بل ځای ته یووړل شوه


د عراق حکومت تیره ورځ په دې هیواد کې د ایران د حکومت د مخالفانو د یوه کمپ د څلورو سوو اوسیدونکو لومړۍ ډله یوه داسې انتقالي کېمپ ته یوړه چې د بغداد هوايي ډګر ته نژدې دی.

دا کسان د مجاهدین خلق نومي ډلې غړي دي، چې په ایران کې د اوسني حکومت د نسکورولو غوښتنه کوي.

دوی به تر هغه وخته په دې کېمپ کې د انتظار په حالت کې وي چې تر څو له عراق دباندې د دوی د ځای پر ځای کولو مسله روښانه کیږي.

د عراق حکومت او ملګري ملتونه د تېر شوي دسمبر په میاشت کې پر دې سره سلا شوي وو چې د دې ډلې غړي له عراق دباندې ځای پر ځا ی کړي.

مجاهدین خلق ډله له نولس سوه اتیا تر نولس اته اتیا پورې د عراق او ایران تر منځ په جګړې کې د عراقي پوځ تر څنګ د ایران پر ضد جنګیدلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG