د لاسرسي ځای

له طالب پلوه پاکستانیو مذهبي مشرانو سره د کرزي لیدنه


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د سفر په لړ کې له هغو پاکستاني دیني عالمانو سره وکتل چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي.

رسنۍ وايي چې له مولانا سمیع الحق او قاضي حسین احمد سره د ولسمشر کرزي کتنه په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره په پاکستان کې د طالبانو د ملاتړ له شبکې سره لومړنی ښکاره تماس دی.

مولانا سمیع الحق وویل ولسمشر کرزي ته یې ویلي چې د طالبانو د باور پیدا کولو لپاره دي ګامونه پورته کړي.

ولسمشر کرزي د جماعت اسلامي له پخواني مشر قاضي حسین احمد او د جمعیت علماء اسلام ګوند له یوه پلاوي سره هم وکتل.

د جمعیت علماء اسلام د پلاوي مشر سنېټر مولانا غفور حیدري وویل چې د سولې لپاره د ولسمشر کرزي د هلوځلو هرکلی کوي.

مولانا غفور حیدري ژمنه وکړه چې د هغه په خبره جمعیت علماء اسلام په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکی دی.

د افغانستان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د ایران او پاکستان له ولسمشرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې تر ګډون وروسته په اسلام اباد کې د پاکستان مسلم لیک نون ډلې له مشرنواز شریف سره هم کتلي و.
XS
SM
MD
LG