د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار : سوداګر د زياتې مالیې ورکولو شکایت کوي


د کندهار سوداګر له والي توریالي ویسا سره ویني.۱۹فبرورۍ ۲۰۱۲م کال
د کندهار سوداګر له والي توریالي ویسا سره ویني.۱۹فبرورۍ ۲۰۱۲م کال
سید شاه سقیم ـ مشال راډیو

کندهار :- د افغانستان د د کندهار سوداګر وايي چې له ګاونډي هېواد پاکستان او نورو هېوادونو څخه د را واردو کړيو سامانونو ټېکس يو ځل په ګمرک کې تحويلوي او بيا ورڅخه ښار ته د ننوتلو او په کندهار ښار کې د تېرېدلو پر مهال هم څو ځايه دولتي چارواکي د ټېکس په نامه پيسې اخلي.

دوى وايي د ښآر په ټولو کوڅو او څلور لارو کې د دوى د پاره ځينځيرونه اچول شوي دي او له ور رسېدو سره سم ورڅخه چارواکي په بېلابېلو نومونه ټيکسونه اخلي.

د کندهار څو تنه سوداګر وايي چې زيات وخت ښار ته د ننوتو پر مهال ورڅخه د ښاري ټېکس په نامه پيسې اخيستل کېږي او په هره څلور لارې درول کېږي چې له همدې امله يو خو زيات تاواني کېږي او بل يې پر وخت مالومه تر ځايه نه سرېږي.

سوداګر وايي موږ چمتو يو چې ښاري ټيکس هم په ګمرک کې تحويل کړو خو په ښار کې مو بايد نه موټر ودرول شي او نه راڅخه هر څوک د ټېکس په نامه پيسې واخلي.

(( نوم مي حاجي محمد يعقوب اغا دى. دا ټيکسونه نه دي بلکې پاټکسالاريانې دي. د ښآر په هره کوڅه کې يې راته ځنځيرونه اچولي دي. موږ حاظر يو چې د ښاروالۍ ټيکس هم په ګمرک کې ورکړو. ليږ تر ليږۀ هغه وخت خو به پورې وهل را پورې وهل نه وي. موږ به هم په عزت او دوى هم . موږ له دولت څخه د خپل عزت دفاع غواړو ))

(( زه ما نوم حاجي محمد داوود دى يو تجار يم. زه د سمنټو کار کووم. په يوه پارسل کې مي درې کلدارې ګټه ده. که ښاروالۍ راڅخه اوس اته افغانۍ د پارسل پر سر واخلي نو خو شپږ نيمې افغانۍ يې له جېبه تاواني کړم. که خپل سامانونه په خلکو په لوړه بيه پلورم هم له خدايه ډارېږم . حيران يم چې څۀ وکړم ))

د کندهار والي ډآکټر توريالى ويسا وايي چې په اړه يې له بېلابېلو لوړ پوړو دولتي چارواکيو سره اړيکې نيولې دي او هغوى ډاډ ورکړى دى چې د کندهار د سوداګر دغه ستونزې به ختمې کړي.

ويسا وايي دغسې پريکړې عموما د نامسلکي کسانو پرېکړې وي چې د ګټې پر ځاى تاوان کوي.

دى وايي تر هغه وخته پورې چې د وزيرانو شورا په دې اړه پرېکړه کوي او د ښاروالۍ د پاره يوه مالومه اندازه ټېکس ټآکي په کندهار کې به له سوداګرو څخه هيڅ ډول ښاري ټېکس نه اخيستل کېږي.

(( تر هغه وخته پورې چې د وزيرانو له شورا څخه د ښاري خدمتونو په اړه نوې پرېکړه راوزي موږ به په کندهار کې ښآري ټيکس معطله کړو. له تاسي څخه به د دوى تر پرېکړې وروسته هيڅوک هم په ښآر کې ټيکس نه اخلي ))

کندهار له پاکستان سره پر پوله پروت ولايت دى چې زيات تجارتي سامانونه ورته له دغه هېواد څخه راوړل کېږي. خو سوداګر يې وخت ناوخته له بېلابېلو ستونزو سره مخ وي.
XS
SM
MD
LG