د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان دې د خپل عزت لپاره د اسامه معامله وڅېړي'


ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو

لیکوال: ډېوېډ ایګنيشیس

سرچینه: واشنګټن پوسټ

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د ډېوېډ اېګنیټيس د ((پاکستان او اسامه بن لادن) تر سرلیک لاندې لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د پاکستان حکومت او عدلیې ته یوه ښه موقع په لاس ورغلی چې د هغو خبرو چې له نهه میاشتو راهیسې له کولو ډډه کېده، اوس پوښتنه وکړي چې اسامه څنګه د پاکستان د پوځ له روزنیز مرکز سره نېږدې ژوند کاوه؟

د پوښتنو موخه دا نه ده چې د پاکستان پوځ او یا هم استخباراتي ادارې تورنې کړل شي، بلکې دا مالومول دي چې د دې اصلي ذمه واران څوک ول؟

ورځپاڼه لیکي، د اسامه په پاکستان کې د موجودګۍ په اړه له جنجاله ډکې پوښتنې پرتې دي چې شپږ کاله اسامه په اېبټ اباد کې څنګه ژوند کاوه؟

لیکوال لیکي، که چېرې د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د دې پوښتنو د ځوابولو اجازه ورکوي نو د دوی اعتبار به په هیواد او له هیواده د باندې نور زیات شي.

ورځپاڼه لیکي، د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي د اسامه په پاکستان کې د موجودګۍ په اړه داسې کمېسیون جوړ کړی دی چې د دې کیسې هر اړخ وپلټي.

لیکوال په دې مقالې کې ځېنې پوښتنې هم کړې دي، لکه اسامه په ۲۰۰۵ز کال کې څنګه اېبټ اباد ته لاړ؟ تر ۲۰۰۵ز کال مخکې په هغه کور کې چې اسامه اوسېده، هلته څوک مېشت ول؟ او یا دا کور د دې نوي مېلمه لپاره جوړ کړل شوی وو؟ بله پوښتنه دا ده چې له اسامه سره چا چا لیدلي ول؟ او بله دا چې ایا د اسامه د پښتورګو (بډوګي یا ګردې) جراحي یا اپرېشن شوی وو؟

لیکوال زیاتوي، پاکستان دې دا پلټنې د امریکا د خوشالولو لپاره نه، بلکې د خپل عزت پر ځای ساتلو لپاره وکړي.
XS
SM
MD
LG