د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د فبرورۍ ۱۹مه)


ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو

د امریکا نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، افغانستان، له پاکستانه غوښتنه کړې چې طالبان د سولې مېز ته راکش کولو لپاره خپل اثر و نفوذ وکاروي.

ورځپاڼه لیکي، د پاکستان او د افغانستان تر منځ له طالبانو سره د سولې د بهیر په موضوع د لومړۍ ورځې خبرې د تناو ښکار شوې چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر د کابل دا غوښتنه غیر حقیقت پسندانه وبلله چې د دوی هیواد د طالبانو مشران د سولې خبرو ته راولي.

حنا رباني کر وویل: ((که چېرې دا یوه تمه وي نو له حقیقت سره تړاو نه لري.))

ورځپاڼه لیکي، د بهرنیو چارو د وزیرې دا خبره ډېر ارزښت لري ځکه چې داسې باور کېږي د طالبانو مشران په پاکستان کې پټ دي، او یا قبایلي سیمې په افغانستان کې د بریدونو لپاره کاروي.

ورځپاڼې د پاکستان د کونیو چارو د وزیر رحمان ملک په حواله لیکلي، د تېرې پنجشنبې (د فبرورۍ ۱۶) په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي له پاکستاني وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني سره په دوه اړخیزه خبرو کې، له اسلام اباده پر طالبانو د خپل اثر کارولو او خبرو ته د اماده کولو په ترځ کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

خو یوه بل پاکستانی چارواکي د افغان ولسمشر لخوا له پاکستاني مشرانو سره په ملاقات کې د دې خبرې سپړل رد کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، د افغان ولسمشر له دې خبرو د دوی د غیر یقیني کېدو ښکارندويي کېږي. کرزی وېره لري امریکا به له طالبانو سره د سولې تړون وکړي او دوی به په سیاسي توګه یواځې شي.

ورځپاڼه لیکي، د پاکستان مشرانو ویلي: ((کرزی او امریکا دې له طالبانو سره د خبرو لپاره ښکاره تګلاره اسلام اباد ته وښيي.))

هلته، په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د ډېوېډ اېګنیټيس د ((پاکستان او اسامه بن لادن) تر سرلیک لاندې لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د پاکستان حکومت او عدلیې ته یوه ښه موقع په لاس ورغلی چې د هغو خبرو چې له نهه میاشتو راهیسې له کولو ډډه کېده، اوس پوښتنه وکړي چې اسامه څنګه د پاکستان د پوځ له روزنیز مرکز سره نېږدې ژوند کاوه؟

د پوښتنو موخه دا نه ده چې د پاکستان پوځ او یا هم استخباراتي ادارې تورنې کړل شي، بلکې دا مالومول دي چې د دې اصلي ذمه واران څوک ول؟

ورځپاڼه لیکي، د اسامه په پاکستان کې د موجودګۍ په اړه له جنجاله ډکې پوښتنې پرتې دي چې شپږ کاله اسامه په اېبټ اباد کې څنګه ژوند کاوه؟

لیکوال لیکي، که چېرې د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د دې پوښتنو د ځوابولو اجازه ورکوي نو د دوی اعتبار به په هیواد او له هیواده د باندې نور زیات شي.

ورځپاڼه لیکي، د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي د اسامه په پاکستان کې د موجودګۍ په اړه داسې کمېسیون جوړ کړی دی چې د دې کیسې هر اړخ وپلټي.

لیکوال په دې مقالې کې ځېنې پوښتنې هم کړې دي، لکه اسامه په ۲۰۰۵ز کال کې څنګه اېبټ اباد ته لاړ؟ تر ۲۰۰۵ز کال مخکې په هغه کور کې چې اسامه اوسېده، هلته څوک مېشت ول؟ او یا دا کور د دې نوي مېلمه لپاره جوړ کړل شوی وو؟ بله پوښتنه دا ده چې له اسامه سره چا چا لیدلي ول؟ او بله دا چې ایا د اسامه د پښتورګو (بډوګي یا ګردې) جراحي یا اپرېشن شوی وو؟

لیکوال زیاتوي، پاکستان دې دا پلټنې د امریکا د خوشالولو لپاره نه، بلکې د خپل عزت پر ځای ساتلو لپاره وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG