د لاسرسي ځای

تازه خبر

جعلي سېنېټر له کندهاره مهم اسناد وړي دي


 سېنېټر بسم الله افغانمل
سېنېټر بسم الله افغانمل
سید شاه سقیم - کندهار

د افغانستان په مشرانو جرګه کې د کندهار د خلکو استازى بسم الله افغانمل وايي چې څه موده وړاندې کندهار ته يو ناڅرګند کس د سناتور په نامه تللى او د دغه ولايت له بېلابېلو ادارو څخه يې مهم مالومات له ځان سره وړي دي. دى وايي تر اوسه پورې هيچا د هغه پېژندګلو نه ده کړې.

سناتور بسم الله افغانمل وايي، چې د سناتور په نامه کندهار ته راغلي کس د کندهار دولتي چارواکيو ته خپل نوم محمد اصف سرحدي ښوولى او ورته ويلي يې وو چې د غور اوسېدونکی دى او د مشرانو په جرګه کې د فاع د کمېسيون غړيتوب لري.

افغانمل وايي د کندهار ولايت مقام هم ناڅرګند راغلى کس ولسواليو او بېلابېلو رياستونو ته د سناتور په نامه ور پېژندلى دى او جعلي سناتور بيا له هغو ځايونو څخه په زياته اندازه محرم سندونه او مالومات ټول کړي دي .

دى وايي راغلى کس په کندهار کې د افغانستان د استخباراتي اداري ملي امنيت رياست ته هم ورغلى دى.

(( د کندهار د ولايت مقام له خوا څخه دغه کس د معروف او ډنډ ولسوالانو ته د سناتور په نامه معرفي شوى دى او هغوى يې ښه استقبال کړى دى ، د دواړو ولسواليو ولسوالانو د خپلو امنيتي پروګرانو ، پلانونو او مشکلاتو په اړه پراخ مالومات ورکړي دي . وروسته دغه کس د ملي امنيت رياست ته تللى دى له هغه ځايه يې هم مالومات را ټول کړي دي او په دې توګه امنيه قومندانۍ او اطلاعاتو او کلتور رياست ته هم تللى دى ))

افغانمل وايي تر کومه ځايه پورې يې چې پلټنې کړې دي په مشرانو جرګه د اصف سرحدي په نامه کس نه په تېره دوره او نه هم په اوسنۍ دوره کې انتخابي او يا انتصابي غړيتوب نه لري.

بله خوا بيا د کندهار د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسول زلمي ايوبي خبريالانو ته وويل چې راغلى کس په مشرانو جرګه چې پخوانى سناتور دى او کندهار ته د موزيم جوړولو په موخه راغلى وو.

خو سناتور بسم الله افغانمل وايي چې په خپله يې له راغلي کس سره اړيکې نيولې دي او هغه ورته ويلي دي چې زه سناتور نه يم او دا راڅخه يوه تېروتنه شوې ده .

(( زه په دې اړه ډېر حيران يم او خواشينى يم چې زما د ادارې لومړۍ درجه مسولين پرته له دې چې له چا څخه پوښتنه وکړي.، او لږ تر لږه خپل سناتور ته خو زنګ ووهي، یو پردي او بلده کس ته ددې موقع برابروي چې هغه ولسواليو ته لاړ شي او له مهمو ادارو او اشخاصو څخه مهم مالومات را ټول کړي. زه ډېر خواشينى يم چې هغه کس پخپله هم وايي چې زه سناتور نه يم خو زما د ولايت مقام مبطوعاتي دفتر اوس هم وايي چې راغلى کس سناتور دى ))

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ ولسوال احمد الله نازک هم له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ومنله چې څۀ موده وړاندې ورته د اصف سرحدي په نامه يو کس د سناتور په نوم راغلى او دوى ورته د خپلو کارونو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ مالومات ورکړي دي .

نازک وايي راغلى کس موږ د ولايت مقام د سناتور په نامه را پېژندلى وو. چې وروسته معروف ولسوالۍ، ملي امنيت، اطلاعاتو کلتور رياست او امنيه قومندانۍ ته هم تللى وو.

(( هو د اصف سرحدي په نوم يو کس راغلى وو . دغه کس موږ ته د ولايت مقام له خوا څخه معرفي شوى وو. هغه زموږ د تاسيساتو ليدنه وکړه. د امنيت او بيارغوونې برخې يې هم وکتلې . دغه کس د ولسوالۍ د لاسته راوړنو او پلانونو په اړه هم مالومات وغوښتل او موږ ورکړل . راغلى کس وروسته ملي امنيت او امنيه قومندانۍ ته هم تللى دى ))


دا لومړى ځل دى چې کندهار ته يو ناڅرګند کس د سناتور په نامه ورځي او د دغه ولايت له بېلابېلو ادارو څخه مالومات له ځان سره وړي.
XS
SM
MD
LG