د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګیلاني : د پاکستان کورونو چارو کې لاسوهنه نه منو


د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني

ظفرکریمي ـ کراچۍ

د خالي په ورځ کراچۍ پورټ ټرسټ کې خبریالانو سره په خبرو کې د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني د امریکا په کانګریس کې د وړاندې شوي پریکړه لیک غندنه کړې ده ـ

د نوموړي په وینا دوی به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د پاکستان په داخلي چارو کې لاس وهنه وکړي ((د بلوچستان په ستونزه چې د امریکا په کانګرس کې کومې خبرې کیږي ،دا زموږ د خپلواکۍ ضد کار دی ، او زه ددې غندنه کوم ـ موږ د ټولو ګاونډي هیوادونو سره ښه اړیکي غواړو او په سېمه کې د امن او ثبات غوښتونکي یو))

د ایران او پاکستان ترمنځ د ګیس نل لیکې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د لومړي وزیر وینا وه چې دغه پروژه به هرومرو بشپړه وي ـ

د نوموړي په خبره په افغانستان کې میشت نېټو ځواکونو ته تېل او نور سامان د پاکستان له لارې په وړلو بندېز او د امریکایانو څخه شمسي هوايي ډکر د خالي کولو پریکړې یې قامي ګټو په خاطر کړي دي ـ

ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د مالومولو په برخه کې مرسته ورکونکی ډاکټر شکیل اپریدي په اړه د ښاغلي ګیلاني وینا وه چې له هغه سره به د پاکستاني قانون سره سم چلند کېږي ـ

د یادونې وړ ده چې د جمعې په ورځ د امریکا په کانګرس کې یو پریکړه لیک جمع شوی و چې پکې ویل شوي دي ، بلوڅ ولس ته دې د خپلواک هیواد جوړولو حق ورکړل شي ـ

دریپبلیکن ګوند د غړي ډینا رورا باکر لخوا وړاندې شوي دغې بل کې راغلي چې بلوڅان اوس مهال په دریو ملکونو پاکستان،ایران او افغانستان کې ویشل شوي دي چې خپل بنیادي حقونه ورته نه دي ترلاسه ـ

په دغه پریکړه لیک د پاکستان د لومړي وزیر سربیره د حکومت او اپوزیشن ګوندونو یو شمیر مشرانو غبرګونونه ښودلي او یاد شوې قراداد يې په سختو ټکو غندلی دی.
XS
SM
MD
LG