د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د حنا رباني کر خبرې غیر سفارتي دي'


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر
ژباړه: نجیب عامر، مشال راډیو

سرچینه: لاس اېنجلس ټایمز

لاس اینجلس ټایمز کې لیکوال ( ایلیکس ـ روډ ريجیوز ) لیکي پاکستان افغانستان ته دجمعې په ورځ ویلي چې دا نامناسبه خبره ده چې د پاکستان نه دې دا ډول غوښتنه وشي څو دوی د طالبانو مشر دروغې جوړې دریځ ته وړاندې کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې حنا رباني کر له خوا چې کوم بیان په مطبوعاتو کې ورکړل شو ، په سفارتي دنیا کې داښه نه ګڼل کیږي او عموما دا ډول خبرې د بندو دروازو ترشا کیږي.

لاس اینجلس ټایمز په خپل رپورټ کې لیکي کله چې دسولې مذاکراتو ته د ملاعمر دحاضرولو په اړه دپاکستان نه غوښتنه وشوه نو حنارباني کر یې ځواب کې وویل : که ستاسو توقع هم دا وي نو داد حقیقت نه لرې اوخندنۍ خبره ده .

د حنا رباني کر دا څرګندونې په اسلام اباد کې د ایران ، پاکستان او افغانستان د ولس مشرانو ترمنځ د درې اړخیزې سرمشریزې غونډې نه پس مخې ته راغلي دي. او اسلام اباد ته د ولس مشر حامد کرزي د سفر مهمه ایجنډا دا وه چې د افغان چارواکو او د یاغیانو د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو د موقعې د برابرولو لپاره دې ورسره پاکستان کومک وکړي.

دورځ پاڼې په باور دحنا رباني کر له څرګندونو جوتیږي چې دافغان طالبانو سره د روغې جوړې په معامله کې دپاکستان او افغانستان دریځ جلا دی، او د نظر جلا والی په داسې وخت کې مخې ته راځي چې افغانستان کې د لس کلنې جګړې نه پس امریکا او افغانستان د روغې جوړې لپاره یو بنسټ ږدي.

لاس اینجلس ټایمز لیکي داسې ګومان کیږي چې په افغانستان کې د سولې په بهیر کې پاکستان قاطع رول لوبولی شي، ځکه د ګومانونوله مخې د ملاعمر په ګډون د طالبانو اکثره مشران په پاکستان کې پټ دي.

امریکا او افغانستان تل پاکستان ته او په ځانګړي ډول ددې هیواد استخباراتي ادارې ( ISI ) ته د ملامتۍ ګوته نیولې ده چې دوی افغان یاغي ډلو سره کومک کوي او هغوي ته یې دافغانستان سره په پوله پرتو قبایلي سیمو او کویټه کې دپټیدو ځایونه ورکړي دي.

په دې وروستیو کې امریکايي چارواکو په خلیجي هیواد قطر کې د طالبانو دیو شمیر مشرانوسره کتلي او دغلته یې ددوی ددفتر د پرانیستلو لپاره ورسره خبرې اترې کړي دي. په هم دې حال کې افغان ولس مشر حامد کرزي وال سټریټ ژورنال ته په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې افغان او امریکايي چارواکو د طالبانو د مشرانو سره په بټه خبرې پیل کړي دي خو د طالبانو یو ویاند دافغان ولس مشر دا ادعا رد کړې ده .
XS
SM
MD
LG