د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سلګونه بلوڅان د ډینا رورا باکر مننه کوي


ورځې مخکې ډینا رورا باکر د بلوچستان پر موضوع په کانګرس کې اورېدنه هم کړې وه
ورځې مخکې ډینا رورا باکر د بلوچستان پر موضوع په کانګرس کې اورېدنه هم کړې وه
نیاز موسا خېل، مشال راډیو

کوټه - د امریکا په کانګرس کې د بلوچستان د خپلواکۍ په اړه په قرار داد وړاندې کولو، په سلګونه بلوڅانو د کانګرس د غړي ډینا رورا باکر د فېسبوک پر پاڼې د هغه مننه کړې او ستایلی یې دی.

په مسلسله توګه، د دقیقو په حساب بلوڅان د ډینا رورا باکر پر پاڼې د مننې او د خپل نظر څرګندونو لپاره راغلي دي.

له مودې راهیسې پاکستان مېشته بلوڅان د خپل غږ پورته کولو او د خپل فکر او نظر د څرګندونې لپاره له ټولنیزو اوبپاڼو لکه فېسبوک کار اخلي.

اکثره بلوڅان فکر کوي، په پاکستان کې روایتي رسنۍ د دوی نظر نشي خپرولای او په دې لار کې خنډ او بندیزونه موجود دي.

د دوی په وینا، فېسبوک، ټوېټر او شخصي بلاګونه (ویبلاګونه) د دوی د نظر د څرګندونې لارې دي.

د جمعې په شپه (د فبروراۍ ۱۷مه) ناوخته چې د امریکا په کانګرس کې د رېپبلېکن ګوند غړي ډینا رورا باکر د بلوچستان د خپلواکۍ په اړه قرار داد وړاندې کړ نو سمدستي د نوموړي د فېسبوک پر پاڼې بلوڅانو خپلې څرګندونې ولیکلې.

د عابد حسین په نوم یوه بلوڅ د رورا باکر پر فېسبوکي پاڼې لیکلي: ((ډینا، زه ستاسې منندوی یم. تاسې زموږ غوښتنې ته یو ډېر لوړ غږ ور په برخه کړ.))


د ډینا رور باکر د فېسبوک پر پاڼې په سلګونه بلوڅانو د هغه د دې کار ستاینه کړې ده
د ډینا رورا باکر د فېسبوک پر پاڼې په سلګونه بلوڅانو د هغه د دې کار ستاینه کړې ده.

د فېروز خان په نوم یو بل بلوڅ هم هلته لیکلي: ((ډینا، تاسې د بلوڅ قام پلوي وکړه او زموږ د خپلواکۍ احساس مو په پام کې ونیوه.))

د حمل بلوڅ په نوم یو کس لیکي: ((ښاغلی ډینا رورا باکر، د خپلواکۍ پر لار مو د بلوڅانو له لاس نیوي مننه. ډاډ ګېرنه در کوم، یواځې خپلواکي لرونکی بلوچستان په سیمه کې د سولې او ثبات ضمانت دی.))

افتاب بلوڅ لیکي: ((ډینا رورا باکر د انسانیت لپاره داسې کار کړی او د انسانیت د ښېګړې او ازادۍ لپاره مبارزه کول، د بلوڅانو او امریکايانو، دواړو یوه تګ لاره ده.))

د ډینا رورا باکر د بلوچستان په اړه د قرار داد پلوي کوونکي بلوڅان پر نورو موضوعاتو هم له ټولنیزو رسنیو کار اخلي.



پاکستان د امریکا په کانګرس کې د دې قرار داد په وړاندې کولو د سختې غوسې او خپګان څرګندونه کړې ده.
XS
SM
MD
LG