د لاسرسي ځای

تازه خبر

مراد شینواری مړ شو، پلار یې هم پدې ورځې مړ شوی وو


د پښتو ژبې لوی شاعر او لیکوال مراد شینواری د قبایلي سیمې خیبر په لواړګي کې خاورو ته سپارل شوی دی.

نوموړی د فبرورۍ په اتلسمه مړ شو. نوموړی د ۸۵ کالونو وو او د پښتو ژبې د لوی ادیب امیر حمزه خان بابا زوی وو. مراد شینواری شاعر وو، افسانې یې لیکلې، ډرامې یې لیکلې او نور ادیبي کارونه یې کول او له مودې راهیسې ناروغ وو. د مراد شینواري پلار حمزه بابا هم د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه مړ شوی وو او په ۲۰۱۲ز کال کې یې ۱۸م تلین وو. مراد شینواری د پېښور په پوهنتون کې د پښتو په پوهنځي کې د کتابتون سمبالوونکی هم وو او د پاکستان په راډیو کې یې تر مودې کار هم کړی دی. د مراد شینواري درې کتابونه، د خیبر ادب، ایینه او پلوشې په نوم کتابونه چاپ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG