د لاسرسي ځای

تازه خبر

'تا ته یاد شي پېښوره! يو ملنګ به اوسېده'


لواړګی - د پښتو ژبې لوی شاعر او لیکوال مراد شینواری د قبایلي سیمې خببر په لواړګي کې خاورو ته سپارل شوی دی.

نوموړی نن (د ۲۰۱۲ز کال د فبرورۍ ۱۸مه) مړ شو.

نوموړی د ۸۵ کالونو وو او د پښتو ژبې د لوی ادیب امیر حمزه خان بابا زوی وو.

مراد شینواری شاعر وو، افسانې یې لیکلې، ډرامې یې لیکلې او نور ادیبي کارونه یې کول او له مودې راهیسې ناروغ وو.

د مراد شینواري پلار حمزه بابا هم د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه مړ شوی وو او په ۲۰۱۲ز کال کې یې ۱۸م تلین وو.


مراد شینواری دوه میاشتې مخکې ناروغه شوی وو.
مراد شینواری دوه میاشتې مخکې ناروغه شوی وو.
مراد شینواری د پېښور په پوهنتون کې د پښتو په پوهنځي کې د کتابتون سمبالوونکی هم وو او د پاکستان په راډیو کې یې تر مودې کار هم کړی دی.

د مراد شینواري درې کتابونه، د خیبر ادب، ایینه او پلوشې په نوم کتابونه چاپ شوي دي.

د پېښور پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو پوهنځي رییس ډاکتر راج ولي شاه خټک وايي، د مراد شینواري له مړینې سره د ادب په میدان کې خلا پیدا شوې ده.

دی وايي، مراد شینواری ډېر پوخ ادبي عمر ته رسېدلی وو او اوس یې د مړینې له کبله تشیا را منځ ته شوې ده.

ډاکتر خټک وايي د مراد شینواري د لیکنې طرز یا اسلوب ځانګړی وو.

نامتو شاعر او د پښتو ژبې استاد اباسین یوسفزی وايي: (( [مراد شینواری] زیرک او ډېر استاد نظم [بوله] وو، ډېر ښایسته نظمونه یې لیکلي دي. ‘تا ته یاد شي پېښوره، یو ملنګ به اوسېده’ په نوم یو ډېر ښایسته نظم لیکلی وو. ډېرې ښایسته لوبې یې لیکلې وې. پر رحمان بابا یې یو نظم لیکلی وو. دا هر څه د مراد صاحب تخلیق وو.))

مراد شینواری دوه میاشتي مخکې ناروغه شوی وو.

په دې وروستیو کې د نوموړي د درملنې لپاره ورته افغان ولسمشر حامد کرزي، د خیبر انتظامي مشر، او یوې نا دولتي ادارې پیسې هم ور استولې وې.
XS
SM
MD
LG