د لاسرسي ځای

پاړه چینار برید: د وژل شویو شمېر ۲۷ او ۵۶ ژوبل


د پاکستان د قبایلي سیمې کورمې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۲۷ ته رسېدلی دی.

برید د جمعې تر لمانځه وروسته، د پاړه چینار په بازار کې له یوه جومات سره شوی وو چې په کې ۵۶ کسان ژوبل شوي هم ول. په ژوبلو شویو کې شپږ کسان، چې حالت یې خراب وو، پېښور ته منتقل کړل شوي دي. ښکار شوي زیاتره کسان شیعه مسلمانان دي. د پاړه چینار د روغتون یوه ډاکتر، سلطان علي شاه مشال راډیو ته وویل، په ښکار شویو کې یواځې یو کس سني وو نور ټول شیعه ګان دي. په کورمه کې د شیعه ګانو یو سازمان انجمن حسینیه د دې پېښې له کبله د درو ورځو ویر اعلان کړی دی. په دې ترځ کې د شنبې په ورځ د پاړه چینار بازار په احتجاجي توګه تړل شوی دی. د برید پړه د کورمې طالبانو منلې ده. د کورمې انتظامي چارواکي وايي، تر پېښې وروسته یې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.
XS
SM
MD
LG