د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهزاد خان د بې انټرنیټه ټولنیز ویب سایت جوړونکی


شهزاد خان
شهزاد خان

د خیبر پښتونخوا د مردان سیمی ۱۷ کلن شهزاد خان په لومړي ځل یو داسې ټولنیز موبایل فون نېټ ورک جوړ کړی چې په درو میاشتو کې یې د کارونکو شمېره د هغه په وینا یو لک پورې رسېدلې ده.

دی وايي، ”د پښتونخواه زیاتره سیمې پسمانده دي او انټرنټ نه لري نوداسې هڅه مې وکړه چې د کمپیوټر او انټرنټ بغیر په موبایل فون داسی نېټ ورک جوړ کړم چې خپلو کې د رابطو علاوه د موسم حال، لغت او نور معلومات هم تر لاسه کیدای شي. “

له مشال راډیو سره په خبرو کې شهزاد خان وايي دی لا د اووم جومات طالبعلم وو چې له نویو نویو اېجاداتو سره به یې شوق وو.او اوس یې د پښتونخوا د لرو پرتو سیمو لپاره د موبایل فون له لارې یو ټولنیز نیټ ورک اېجاد کړی دی.

دی وايي زه چې په اووم جومات کې وم نو ما د فېس بوک غوندې د چېټو په نامه یو ویب سایټ جوړ کړی، دده په خبره هغه بیا ناکامه شو ځکه چې خلکود هغه استعمال پر موبایل اسانه نه وو نو بیا ما د اېس ایم اېس له لارې درې میاشتې مخکې یو نوی نېټ ورک جوړکړ چې اوس یې د کارونکو شمېره زرګونو ته رسېږي.او په دغه نیټ ورک کې دده په خبره تقریبا یو میلیون کسان ګټه اخیستی شي.او دا به بیا هغه وخت بیا پراخوي چې د کارونکو شمېر یې زیات شي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

شهزاد خان وايي چې دده نېټ ورک د اي ټي خبرونه، نور نړیوال او ځايي خبرونه ، د موسم حال، یو بل ته پیغامونه استول او د طالبعلمانو لپاره یوه پراخه پرمختللې ډیکشنري لرو چې د یوه ټکي د مانې ترڅنګ درې څلور جملې هم ورسره ورکوي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې که یو څوک دا نیټ ورک کاروي د هغه به څومره پیسې لګېږي ؟ په ځواب کې شهزاده خان وايي، فعل حاله دا وړیا نیټ ورک دی او دا وخت یوازې د ټیلفیون دوو کمپنیو لکه وارد او ټېلي نال سره مې کنټرېکټ شوی نورې راته لاسرسی نه راکوي.خو په دې کې چې ما کوم سیسټم لګولی دی پر هغه خرڅه نه راځي. او د چا چې ایس ایم اس پاڼه فعاله وي نو پر هغه بیا هیڅ پیسې نه لګېږي.

دی وايي، چې په دغه نیټ ورک کې د ټیلفون شمېرو د رازساتنې خاصه پاملرنه شوې ،هر څوک چې پیغام لېږي نو AAA شمېره راځي.

دی وايي، که د افغانستان دولت ورسره مرسته وکړينو خپل دغه نیټ ورک به هغو سیمو ته وغځوي چېري چې انټرنېټ نشته او په دې سره به د لرو پرتو سیمو عام ولس ترې ګټه واخلي .
XS
SM
MD
LG