د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون برید په میرام شاه کې شپږ مشکوک وسله وال وژلي


د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي، د شمالي وزير ستان د میرام شاه جنوب پلو د سپلګې سیمه کې امريکايي بې پايلټه الوتکې په يو بريد کې شپږ مشکوکه وسله وال وژلي او پنځه نور ژوبل دي.

ځايي سرچيني وايي دا بريد نن سهار اته بجې شوی دی.

تيره اونۍ په همدې سيمه کې هم په يو بريد کې نهه کسان وژل شوي ول چې پاکستاني طالبان ګڼل کېد ل.

دغه سیمه د وسله وال کمانډر حافظ ګل بهادر په ولکه کې ده، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر ضد کاروايانې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG