د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه د خپل هیواد ساتلو جوګه کېږي.اشرف غني


 ډاکټر اشرف غني احمدزى
ډاکټر اشرف غني احمدزى
نقیب الله متونوال - خوست

په افغانستان کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د واک سپارنې کمیسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي، په هغو سيمو کې، چې په لومړي پړاو کې د امنيت مسووليت بهیر ترسره شوی، امنيت ښه شوى دى.

ډاکټر اشرف غني دا خبرې د چارشنبې يا شورو په ورځ په خوست کې يوې غونډې ته وکړې او زياته يې کړه، چې د سپارلو بهیر بريالۍ پر مخ روان دی.

په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیت د لېږد کمیسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی وایې په هغو سیمو کې، چې واک یې افغان ځواکونو ته سپارل شوی، امنیت ښه شوی دی.

ډاکټر احمدزي وویل: شپږمیاشتې وړاندې، چې د واک سپارنې پروسه پیل شوي په هغو سیمو کې افغان امنیتي ځواکونو په خپلو هڅو د امن په ټېنګښت کې کار کړی او امن د پخوا پرتله ښه شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:(( په ټولو هغو سیموکې چې امنیت یې اوس افغان ځواکونه ساتي، امنیتي وضعیت یې اوس ډېر ښه شوی، چې دا د خلکو او ولس د همکارۍ نتیجه ده.))

ډاکټراشرف غني که څه هم په خوست کې د امنیتي مسؤلیت د سپارلو په اړه خبره په راتلونکي پورې اړونده وبلله خو، له قومي مشرانو یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.



د خوست یوتن قومي مشرحاجي ناظم ځدراڼ په خپلوخبرو کې وویل، چې دوی پخواهم د دې هېواد د خپلواکۍ لپاره قربانۍ ورکړي او اوس هم چمتودي خو له نړیوالې ټولنې د وسلو او وسایلوغوښتنه کوو.

ناظم ځدراڼ وویل:((موږ له دې وړاندې هم د امنیت په ښه کولو کې پوره رول لوبولی دی او بیا به هم په برخه کې له خپل دولت سره همکار يو، خو چې جنګ وي بې وسلې نه کیږي نو په کارده، چې نړیواله ټولنه زمونږ امنیتي ځواکونو په عصري وسایلو سمبال کړي.))


د خوست یو تن دیني عالم مفتي حبیب الرحمن خوستي وویل، چې درې میاشتې وړاندې په کابل کې جوړه شوي مشورتي لويه جرګه او د هغې پرېکړې د افغانستان د ستونزو لپاره ښه طرحه ده او له افغان دولت او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د ملت پرېکړو ته درناوی وکړي او هغه عملي کړي.

خوستي وویل:((موږ په هغې جرګې ډېرې فیصلې وکړې، چې له هغې څخه یې یوه ماده داسې وه چې نړیوال ځواکونه به د شپې عملیات نه کوي، خودا عملي نه شوه او اوس هم دوی عملیات کوي او کورونه تلاشي کوي چې نړیوال وایې دا ګټوردي خو مونږ نه پوهېږو چې دا څومره ګټوردي او څومره زیانمنوونکي ځکه په دې سره ماشومان بې خوبه کیږي، ناروغان بې خوبه کیږي او نورډېر مشکلات پیدا کیږي.))

باید وویل شي، چې په تېروشپږو میاشتوکې د افغانستان په ډېروسیموکې له بهرنیوځواکونو افغان ځواکونوته د امنیت واک په دوو پړاوونو کې سپارل شوی دی او کيداى شي تر ٢٠١٤ پورې دا لړۍ بشپړه شي.
XS
SM
MD
LG