د لاسرسي ځای

تازه خبر

شلم آییني ترمیم او قبایلي سیمې


برایه شپه د پاکستان قامي اسمبلۍ په خپله یوه غونډه کې موجود ۲۴۷ غړیو په یوه خوله د شلم آیينى ترميمي بل منظوري ورکړه.

د بل منظوریدو وروسته د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني له ټولو پارلماني غړیو مننه وکړه او دا یې په ملک کې د جمهوریت پر لوري یو غوره او ښه ګام و بللو.ګیلاني زیاته کړه چی ټول سیاسي ګوندونه د آیین پابند دي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث همدې موضوع ته ځانګړی شوی دی چې د شلم آییني ترمیم له مخې به د پښتنو قبایلي سیمو ته له سیاسي پلوه څه ګټه ورسېږي.

ددې بحث میلمانه د عوامي نېشنل ګوند د اطلاعاتو سیکرېټري او سېنېټر زاهدخان ،د قبایلي چارو کارپوه آیاز وزیر او له اورکزي اېجنسۍ څخه د قامي اسمبلۍ غړی منیر اورکزی دی او کوربه یې عبدالحی کاکړ دی.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG