د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فبرورۍ څوارلسمه د مینې ورځ



ظفرکریمي مشال ریډیو - کراچۍ

وېلینټاین ډې چې اوس د نړۍ په ګڼو برخو کې لمانځل کېږي د دریمې پېړۍ د مینې کیسه ده چې پکې سېنټ ویلنتاین د خپلې مینې قرباني شوی وو. د هغه په یاد ددغه ورځې لمانځل اوس یو نړیوال دود ګرځېدلی دی.

د پاکستان په کراچۍ کې د تېر په څېر سږ کال هم د ښار په صدر ،پارک ټاور،ډیفنس او ځینو نورو سیمو کې د ویلینټاین ورځې په مناسبت ځانګړي بازارونه لګیدلي دي چې پکې رنګارنګ سوغاتونه د اخیستونکو په وړاندې ایښودل شوي دي ـ د ویلینټاین ورځې په مناسبت جوړو شویو بازارونو کې د ایښودل شویو سوغاتونو او ډالیو رنګ عموما تک سور او یا سوربخن وي ـ



تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

کلفټن پارک ټاور کې لګیدلي بازار ته راغلې یوې پېغلې نسرین سحر مشال ریډیو ته د مېنې دورځ په حقله وایي (( موږ اکثره ژوند مصروف تیروو ـ او دا یوه خاصه ورځ ده چې موږ یې د خپلو ملګرو سره تیره کړو ـ مینه مقدسه او لویه جذبه ده ـ موږ که د مینی پیغامونه یو بل سره شریک کړو نو بده نه ده ـ مینه دنیا کې په یو ښه نوم یادیږي ـ زه ویلینټاین ورځ د خپلو ملګرو سره لمانځم))


د ملیحه امیرزاده راپور چې ویلنټاین ورځ ولې لمانځل کېږي؟


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

که څه هم په کراچۍ ښار کې د ځینو مذهبي ډلو لخوا په ځینو سېمو کې د ویلنټاین ورځ په ضد اشتهارونه لګیدلي دي ،خو ددغې ورځې لمانځونکي وایي چې په ژوند کې د خوشالې هیڅ موقع د لاسه نه دي ورکول پکار ((د خوشالې که هر شغل وي او موږ په دې پوهیږو چې دهغې څخه زموږ زړه ته سکون او خوشالي راځي نو ددې ضایع کول نه دي پکار ـ ګوره موږ که هر کار کوو باید د هغې مثبت اړخ په نظر کې وساتو ـ دې دنیا کې مینه کول په کار دي ـ مینه محبت سره چې کوم کار کیدی شي هغه په جنګ سره نه کیږي))

د ویلینټاین ورځې د لمانځونکو وینا ده چې دوی ددغې ورځ په مناسبت د سوشل میډیا او موبایل فون په ذریعه خپلو ملګرو او مینه والو ته د مېنې او محبت پېغامونه استوي او دا ورځ لکه د اختر د ورځې په څېر د خوشالۍ ستره موقعه ګڼي.
XS
SM
MD
LG