د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځیانو چلند به مې په قبر کې هېر نه شي


د جنوبي وزیرستان د ښایسته وطن په زرګونه کډول دا مهال د ټانک او ډېره اسماعیل خان په ګرمیو کې د کډوالۍ شپې سبا کوي.
د جنوبي وزیرستان د ښایسته وطن په زرګونه کډول دا مهال د ټانک او ډېره اسماعیل خان په ګرمیو کې د کډوالۍ شپې سبا کوي.

د جنوبي وزیرستان یو سل کلن سپین ږیرۍ خان بادشاه چې اوس له ټانک سره نژدې د کډوالي ژوند تېروي د خپلو ستونزو او مشکلاتو خواله په ډېره اسماعیل خان کې د مشال له خبریال سیلاب مسید سره کړېده.دی وايي چې د لوږې تندې شپې ورځې سبا کوي، هیڅ مرسته نه ورسره کېږي یوازې د مرستو په نامه خلک خپل ځان ورباندې خرڅوي دده په خبره یوازې څربو ته ورکول کېږي وږي لا هغسې پاته دي.دی وايي کله ډوډۍ ورته ورسېږي کله نه....

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې ډېره اسماعیل خان ته کډه نه وړله نو خان بادشاه وویل چې هلته لرګئ نشته، کېږدۍ نشته او د بجلۍ بیل موږ نه شو پرېکولای،ښکلې مېنه خو هر چا ته خوند ورکوي.د کور کرایه مو نه شوای ورکولای.له نېستۍ دلته په دغه خونه کې پراته یو.چې باران وشي نو هر څه راته کنډکپر کړي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خپلو مشکلاتو په اړه خان بادشاه وايي وړکي یې له سبقه پاته شول.د څکلو اوبه نشته، ښځې مو له لرې لرې سیمو په خرونو اوبه راوړي.سخت ساړه دي.سخته سیلۍ ده.سرپټونی نسته. ډاکټر او طبیب نسته دی.بچیان مو بیمار دي چې علاج یې خدای ونه کو څوک یې نسته.دومره په تکلیف یو چې په خپل ژوند دومره تکلیف مو نه لیدلی دی او نه راباندې راغلی دی.خدای راباندې مهربان شي که نه نوره هیله مو ختلې ده.

خان بادشاه وايي له زرداري او کیاني څخه یې سخته ګیله ده.دی وايي پوځ راغلو،خپل کورونه مو ایله کړل، غله مو نه شوای راوړلای نور د ضرورت شیان مو هر څه پاته شولو. پوځ راوپارولو.نه کور ته تلای شو نو پورته.په دغ ځاي کې پنډېږو تر څو چې مړه نه یو خاورې به مو په خوله وي.

خان بادشاه د خپل ارمان په اړه وايي خپل کور ته تللی وای دا مې د ژوند لوی ارمان دی.دلته ډېری د مجبورۍ ژوند تېروي.په سترګو نه وینم خو ارمان مې دې چې خپل کلي ته بیرته تللی وای.په ژوند کې مې ډېر ساړه تلوده لیدلي دي.د خپلو پوځيانو له لاسه چې څه راباندې تېر شوي دي ها مې نه هېریږي .په قبر کې به مې هم یاد وي.
XS
SM
MD
LG