د لاسرسي ځای

اسراییلو د فلسطیني بندي اپیل رد کړ


د اسرايلو یوه پوځي عدالت د هغه فلسطيني کس اپيل رد کړی چې په اسرايلي جيل کې د عدالتي کاروايې بغېر د خپل قېد پر ضد د احتجاج په توګه له ۵۸ ورځو راهسې د لوږې په هړتال د ی.

قادر عدنان د اورپکې ډلې اسلامي جهاد غړی دی. هغه په پوځي قید کې دی. د اسرايلو يو پوځي جج يو فلسطينی وګړی بغير د څه جرمه د شپږو مياشتو لپاره بندي کولای شي.

د عدنان طبي وضع خرابه ده او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. فکر کيږي چې د د اسرايل په جېلونو کې د يو فلسطيني وګړي لخوا دا تر ټولو اوږد مهاله د لوږې هړتال دی.

د هغه وکيل ويلي چې جج يې د موکل اپيل نه دی منظور کړې او زیاتوي چې عدنان به خپله پوره موده تېره وي، چې د مۍ مياشتې په اتمه نيټه ختميږي.
XS
SM
MD
LG