د لاسرسي ځای

ناټو : په کاپیسا کې یو شمیر ماشومان وژل شوي


په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ناټو ځواکونو د ګل په ورځ د ا خبره ومنله چې د افغانستان په کاپيسا ولايت کې د پوځي عملياتو دوران يوشمېر ماشومان وژل شوي دي ، خوزیاتوي، دا لا نه شي ویلای چې تور دې په ناټو ولګول شي.

د دې خبر وروستو چې په کاپسا ولايت کې د فرورۍ په اتمه نيټه په هوايې بريدونو کې اته ماشومان وژل شوي افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه بريدونو غندنه کړې او د پلټنو حکم یې ورکړی وو.

د ايساف يو وياند کارسټن جېکبسن ويلي دي چې روانې پلټنې ښيې چې پوځيانو يې د وسله والو له يوې ډلې سره نښته کړې چې وروسته د نورې مرګ ژوبلې هم خبرونه راغلل خو نوموړې ويلې چې هغوي نه دا خبره ردوي او نه يې پخلی کوي چې ګنې دغه ماشومان په دې نښته کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG