د لاسرسي ځای

تازه خبر

"بلوچستان کې د بشري حقونو په سرغړونه اندېښمن یو"


په پاکستان کې د امریکا سفیر کیمرون مونټر
په پاکستان کې د امریکا سفیر کیمرون مونټر
په پاکستان کې د امریکا سفیر کیمرون مونټر ویلي هیواد یې په بلوچستان کې له بشري حقونو پر سر غړونو اندېښمن دی.

دا خبره کیمرون مونټر په کراچۍ کې له شخصي ټیلي ویژن ایکسپریس نیوز سره د یوې مرکې پر مهال کړې ده: ((دا یو حقیقت دی چې په بلوچستان کې د بشري حقونو په اړه مسلې موجودې دي.موږ نه یواځې په بلوچستان کې بلکې، په نړۍ کې د داسې موضوعاتو په اړه اندېښمن یو. په دې اړه موږ د پاکستان له حکومت سره په اړیکه کې یو.))

امریکايي سفیر وویل، د ده د هیواد په کانګرس کې د بلوچستان په اړه اورېدنه عامه هغه وه. د روانې میاشتې په اتمه نېټه د امریکا په کانګرس کې د بهرنیو چارو یوې کمېټۍ د بلوچستان په مسله اورېدنه کړې وه او دې کار پاکستان لا نور په غوسه کړی وو. د امریکا و پاکستان تر منځ اړیکي له مودې راهیسې خراب دي.
XS
SM
MD
LG