د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام ته دې سوله ساتي واستول شي.عربي ټولنه


عربي ټولنې پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې خپل سوله ساتونکي دې شام ته واستوي چې له ۱۱ میاشتو راهیسې روانه وینه تویونه ودروي.

د مصر په پلازمېنه قاهرې کې د غونډې پر مهال د عربي ټولنې وزیرانو د شامي مشر بشار الاسد له دندې د لرې کولو لپاره اپوزېسون ته پوره ملاتړ هم ورکړ او پر اپوزیسون یې ټینګار وکړ چې متحد شي. وزیرانو په شام کې د عربي ټولنې د څار ماموریت هم ختم کړ.

شام د عربي ټولنې دې کار ته ((دښمنانه عمل)) ویلي چې د دوی په خبره ((د هیواد امنیت او ثبات یې په نښه کړی دی.)) تر دې مخکې تونس اعلان وکړ چې د فبرورۍ په ۲۴مه به د ((شام د ملګرو)) په نوم د رابطې د یوې ډلې د لومړۍ غونډې کوربه توب وکړي. په دې ډله کې عربي او نور هیوادونه شامل دي. هلته د القاعده مشر ایمن الظواهري په شامیانو ټینګار کړی دی چې په خپل پاڅون کې دې پر غرب یا عربي حکومتونو دې تکیه نه کوي. همدا مهال، د شام سرې میاشتې د حمص ښار ته مرستندویه سامانونه رسولي دي چې تېره ورځ ترې د خال خال جګړې خبرونه راغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG