د لاسرسي ځای

وزیر اعظم ګیلاني عدالت په سپکاوي ګرم وګرځول شو


د پاکستان په سپریم کورټ کې د دې هیواد وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني په رسمي توګه د عدالت د سپکاوي په تور مجرم ګرځول شوی دی.

پر ده تور دی چې د ولسمشر اصف علي زرداري پر ضد د درغلۍ د پخوانیو معاملو په بیا خلاصولو کې پاتې راغلی دی. زرداري له دې تورونو انکار کوي. ګیلاني ویلي، دا تورونه پر ده د سیاسي وجوهاتو له کبله پورې شوي دي او دا چې ولسمشر د دولت د مشر په توګه استثنا لري. وزیر اعظم چې نن عدالت ته حاضرېده نو په دې وخت کې د هیواد د اطلاعاتو وزیرې فردوس عاشق اعوان خبریالانو ته وویل، هر هغه کس چې د اساسي قانون د عزت ساتلو په موخه سوګند کړی وي، نو هغه له ایینه څنګه سرغړونه کولای شي؟ ((چې د ایین د پاسدارۍ لاندې هر کس سوګند اخیستی وي، نو هغه له واضحو شویو اییني حدودو څنګه وتلای شي؟ مخکې هم موږ عدالت غوښتي وو، موږ حاضر شو. ځکه چې موږ د ایین سر لوړي یقیني کولو ته راغلي یو. نن یې بیا راغوښتي یو، نن بیا راغلي یو.))

که چېرې پر ګیلاني د عدالت د سپکاوي تور ثابت شي، نو بیا زندان ته هم تللای شي او له وزیر اعظمۍ به هم لرې شي.
XS
SM
MD
LG