د لاسرسي ځای


منور شاه ـ پراګ

د هند د تجارت وزیر آنند شرما نن د ګل په ورځ په درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ چې پکې به د دواړو هېوادونو ترمنځه تجارت ته وده ورکولو په اړه خبرې اترې کیږي.

ویل کیږي نوموړی به په خپل دغه سفر کې به دواړه هیوادونه یو شمېر لوظنامې هم لاس لیک کړي.

که څه هم په سیاسي توګه دهند او پاکستان ترمنځه تعلقات زیاتره وخت کړکیچن وي، خو دغه ډول اقتصادي همکاري او لوظنامې به پاکستان ته په اقتصادی توګه هم ګټه ورکړی که څنګه. په دې اړه د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وايي،

”خبره دا ده چې په هند کې زیاتره توکي آرزان دي او دلته په پاکستان کې ګران دي، اوس که دغه توکي پاکستان ته راوړل شي نو ولس ته یې ګټه شته خو کارخانه دار، کاروباري خلکو او په مجموعي توګه دملک اقتصاد ته زیان رسوي. په دې کې ګاډي او موټرې، د رخت یا کپړې شیان او خوراکي توکي او غلې شاملې دي “

نوموړې زیاتوي د خپل هېواد کارخانه دار او تاجران د اقتصادي زیان نه بچ کولو لپاره پاکستان هڅه کوي چې هغه توکي په منفي فهرست کې شامل کړي چې پاکستان کې تیاریږي.

تېره موده کې پاکستان هند ته دغوره هېواد درجه ورکړې چې له مخه به یې په تجارت کې د ځینې توکو یو منفي لسټ جوړول کیږي او دهغې نه علاوه به د هند سره د ټولو توکیو د تجارت کولو اجازت وي.

آنند شرما په نوي ډلي کې د خبري غونډې پرمهال د فرانس خبري ایجنسۍ اې ایف پي ته ویلي د پاکستان سره تجارت ته د ودې ورکولو په لړ کې اول د دواړو ملکونو ترمنځه اعتماد پر ځای کول دي.

بلخوا دپاکستان دخارجه چارو پخوانی وزیر سرتاج عزیز وايی ددواړو هېوادونو ترمنځه تجارت ته وده ورکول یو مثبت عمل دې چې له مخه به یې سیمه کې امن او ثبات راځي.

” دا یو پرله پسې عمل دې او که څه هم دا وخت ډیر په کم رفتار روان دې خو د جاري ساتلو له وجې به یې دا سیمه چې پکې افغانستان هم شامل دې د ثبات په لور بیايي. په سیمه کې د آزاد تجارت خبره د سارک غونډه کې هم شوې وه چې تر ۲۰۱۳ پورې یې عملي کول وو نو داراز هغې ته به هم لاره هواره شي، دا راز به به سیمه کې د کشمیر په شمول ټولې شخړې د خبرواترو دلارې هوارول امکان ولري.


د پاکستان او هند ترمنځه د سختو تجارتي بندیزونو باوجود د دوه اشاریه اووه اربه ډالرو تجارت کیږي. آنند شرما تمه څرګنده کړې چې دنویو لوظنامو په نتیجه کې به را رانو درې کلونو کې د دواړو هېوادنو ترمنځه تجارت څو چنده زیات شي.

له نوموړي سره په دې سفر کې له هنده څه باندې ۱۵۰ تاجران او د کمپنیو مشران هم مله دي چې پاکستان کې به د خپلو سیالانو سره لیدل کتل کوي.
XS
SM
MD
LG