د لاسرسي ځای


رياض ګل ـ اسلام آباد

د پاکستان سپريم کورټ کې د لا درکه کسانو د کيس اوريدنې په وخت د دري تني جرګګۍ مشر او چيف جسټس افتخار محمد چوهدري د استخباراتي ادارو آی اېس آی ISI او ایم آی MI وکيل ته حکم ورکړی دی چې تر اوسه پورې دا کسان څنګه د دوی په ولکه کې وو او د کوم قانون تر لاندې د دوي خلاف کاروایي شويده،هغه ريکارډ دې عدالت ته راوړي.

د اوريدنې په وخت د بې درکه کسانو د وکيل طارق اسد وينا وه چې دهغه موکلان په خطرناکو رنځونو کې اموخته کړل شويدي، او نه له هغوی سره څوک ملاقات ته پريږدي.

پر دې مهال چيف جسټس د خيبر پښتونخوا چيف سيکرټري ته حکم وکړو چې هغه دې د دې کسانو د درملنې لپاره په سمدستي توګه يوه کميټي جوړه کړي او هر څلور ورځې پس دې دهغوي رپورټ عدالت ته وړاندې کوي.

د اوريدنې وروستو په دغه کې د دوو کسانو یو ورور چې لا د مخه یې د دریم نیول شوي ورورعبدالصبور مړی څو ورځې وړاندې په پيښور کې په له یوې شکمنې ګاډۍ نه ترلاسه شوې وو مشال ريډيو ته وويل شکر دی چې هغه خپل وروڼه وليدل.

ده زياته کړه چې د ده وروڼه د ګرځيدو جوګه نه دي او نه خبرې کولای شي خو بياهم دی له عدالته مطمئن وو او وايي چې اوس به یې د وروڼو خيال ساتل کيږي.

د دې کسانو وکيل طارق اسد مشال ريډيو ته وويل چې په دې ټولواووه کسانو هيڅ قسمه کيس نه دې چليدلې او راتلونکې پيشۍ کې به یې عدالت ته د بري کولو خواست کوي.
بلخوا د خيبر پښتونخوا ګورنر مسعود کوثر مشال ريډيو سره خبرو کې هغه تورونه رد کړه چې ګني استخباراتي ادراو په چا تشدد کړی دی.

ده زياته کړه چې دا تشدد به په دې کسانو پخپله تره ګرو کړی وي او استخباراتي ادارو خو د ملک لپاره ډيرې قربانۍ ورکړيدي.

وروستو عدالت د مقدمې اوريدنه د مارچ تر ړومبۍ نيټې وځنډوله او حکم یې وکړو چې دا کسان دې پاړه چنار يا بل ځائې ته ونه ليږل شي، بلکې په پيښور کې دې د دوی درملنه وشي.
XS
SM
MD
LG