د لاسرسي ځای

هغه ځانمرګي بيا نيول شوي چې کرزي خوشي کړي وو


 د ملي امنيت سربازانو دوه ماشومان چې غوښتل يې ځانمرګي بريدونه وکړي له دريو نورو وسله والو کسانو سره په کندهار کې د پلټنو پر مهال نيولي دي .

د ملي امنيت سربازانو دوه ماشومان چې غوښتل يې ځانمرګي بريدونه وکړي له دريو نورو وسله والو کسانو سره په کندهار کې د پلټنو پر مهال نيولي دي .



سید شاه -سقیم - کندهار

د کندهار د ملي امنيت کارکوونکيو د دوو ځانمرګيو بريد کوونکيو په ګډون پېنځه تنه نيولي دي. چارواکي وايي چې نيول شوي ځانمرګي ماشومان دې چې دوولس او ديارلس کاله عمرونه لري او څه موده وړاندې تر نيول کېدو وروسته د ولسمشر کرزي په امر خوشي شوي وو خو دوى بيا د ځانمرګي بريد په تور نيولي دي.

د ملي امنيت کارکوونکي وايي چې د دوه ماشومان چې غوښتل يې ځانمرګي بريدونه وکړي له دريو نورو وسله والو کسانو سره په کندهار کې د پلټنو پر مهال نيولي دي .



دغه وړوکی ماشوم تر دې وړاندې هم د څانمرګي برید په تور نیول شوی وو چې بیا د افغان ولسشمر حامد کرزي په امر خوشی کړل شو

دغه وړوکی ماشوم تر دې وړاندې هم د څانمرګي برید په تور نیول شوی وو چې بیا د افغان ولسشمر حامد کرزي په امر خوشی کړل شو

د چارواکيو په خبره نيول شوي ځانمرګي تر دې وړاندې هم د بريد کولو لپاره افغانستان ته راغلي وو چې هغه وخت نيول شوي وو او د ولسمشر کرزي په امر يې بېرته خوشي کړي وو خو تر خوشي کېدو وروسته يې يو ځل بيا د بريد لپاره ځانونه چمتو کړي وو .

د ملي امنيت د کارکوونکيو په خبره په نيولو شويو ماشومانو کې يو يې د پاکستان د پښين او بل يې د ګردېز اوسېدونکى دى.

نيولو شويو دواړو ځانمرګو بريد کوونکيو له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ومنله چې غوښتل يې په افغانستان کې په بهرنيو او يا کورنيو سرتېرو بريدونه وکړي.

د دوى له ډلې يو تن يې مشال راډيو ته وويل چې له مدرسې څخه يې استاد په زوره افغانستان ته راوستی دی او دلته يې د بريد لپاره چمتو کړى دى .

(( زه نصيب الله د محمد نسيم زوى يم او د پاکستان په پښين کې مي کور دى. ما د دور محمد صاحب په مدرسه کې سبق وايه استاد مي راته وويل چې راځه افغانستان ته. زه نه راتلم بيا يې په زور چمن ته راوړم، له هغه ځايه يې زه بند تيمور ته راوستم . دلته ډېر زيات طالبان وو هغوى پر ما لښتې را واخيستې او راته ويل يې په ټوپک ډزې وکړه ما ورسره ومنله بيا يې د سړک په غاړه کښېنولم دوى ولاړل او ماته يې واسکټ راووړ چې پوليسو ونيولم ))



دغه وړوکی ماشوم تر دې وړاندې هم د څانمرګي برید په تور نیول شوی وو چې بیا د افغان ولسشمر حامد کرزي په امر خوشی کړل شو

دغه وړوکی ماشوم تر دې وړاندې هم د څانمرګي برید په تور نیول شوی وو چې بیا د افغان ولسشمر حامد کرزي په امر خوشی کړل شو

دى وايي د مدرسو استادان بايد خپل ماشوم زده کوونکي دې ته مجبوره نه کړي چې ځانمرګي بريدونه وکړي.

(( موږ د ټولو مدرسو له استادانو هيله کوو چې له نورو کوچنيانو څخه بمونه جوړ نه کړي لکه له ماڅخه چې يې جوړ کړى وي. زما مور او پلار خبر نه وو او دوى غوښتل ما والوزوي ))

د عزيز الله په نامه يو بل ځانمرګى بريد کوونکى بيا وايي چې پلار يې په ګردېز کې په يوه ديني مدرسه کې شامل کړى وو خو د ادم کوچي په نامه د دوى يو استاد د ځانمرګي بريد کوونکي واسکټ ور اغوستى وو .

دى وايي ملا صاحب راته ويلي وو چې د ځانمرګي بريد پر مهال به دې يوازې يوه ګوته پرې کېږي او نور به روغ پاتې يې.

(( زه يې ادم کوچي ته بوتلم هغه راته ويل چې موږ به تاته واسکټ در واغوندو، ملا صاحب راته ويل چې کله ته ځانمرګى بريد کوي نو امريکان به مړه شي او ستا به يوازې ګوته پرې شي. بيا ماته واسکټ را واغوست او دوى راڅخه پټ شول. وروسته امريکايان راغله زه يې ونيولم او بيا يې کابل ته يوړم هلته مي له حامد کرزي سره وليدل هغه ډاډ راکړ چې زه دي خوشی کوم او خوشي يې کړم ))

دى زياتوي چې د دويم ځل لپاره يې هم ځانمرګي بريد کولو ته ځان جوړاوو چې د سپين بولدک په نوي کلي سيمه کې پوليسو ونيو.

نيولو شويو دواړو ځانمرګيو د خپلو خبر پر مهال يو ځل له دولت څخه د بخښنې غوښتنه وکړه.

په کندهار کې د ملي امنيت کار کوونکيو څه موده وړاندې هم څو تنه په بهرنيو او کورنيو سرتېرو د بريدونو او د سړک پر غاړو د ماين ښخولو په تور نيولي وو .
XS
SM
MD
LG