د لاسرسي ځای


بازمحمد عابد مشال ريډيو

جلال اباد: ديره د پښتنې کلتور داسې يوه برخه ده چې په ډيرو سيمو کې اوس هم په دوديز ډول پالل کيږي. ديرې په کليو او ولسونو کې دغم ښادۍ او د ټولنيزو ستونزو د هوارولولپاره هم منلى ځاى ګڼل کيږي خو په افغانستان کې د تيرو کورنيو جګړو او بد امنيو له امله په ډيرو سيمو کې ديرو ته هغه خوند او رنګ ورپاتې نه دى.

دا چې اوس ولې په ډيرو پښتون ميشتو سيمو کې د ديرو هاغه حيثيت پاتې نه دى د ننګرهار پوهنتون استاد ببرک مياخيل د ديرو د رنګ د پيکه کيدو لويه وجه په سيمه کې نامني ګڼي.

(( ديره د پښتني کلتور داسې يوه هينداره وه چې ډيره ښه ځليده. ديرو کې به په غم او ښادى کې ټغرونه خواره وو. خو اوس يو شمير لاملونو د ديرو رنګ پيکه کړى دى هغه دا چې په امنيت ډير خلک باوري نه دي. همدا رنګه ورځ تر بلې خلک ښاري کلتور ته مخه کوي، بوختياوې ډيرې زياتي دي. يو شمير خلک چې په ليرو پرتو سيمو کې ميشت دي، هغوى وروستيو حالاتو ناباوره کړي تردې چې ميلمه ته هم اوس خلک د شک په نظر ګوري.))

پخوا به ديره د جرګو مرکو ځاى و چې په کليواله کچه به په کې ډير مهمې پريکړې کيدې. د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مشر شاعر او ليکوال عبدالغفور ليوال هم دا مني چې د ديرو هغه پخوانى برم نه دى پاتې خو وايي چې اوس هم په ځينو سيمو کې د ديرو ارزښت ته خلک د قدر په سترګه ګوري.

(( د کليوالو ديرو د کمرنګي يو بل عامل دا دى چې موږ پرمخ تللي او مدني محکمې او د اصلا ح ځايونه چې هلته بايد د خلکو پريکړې وشي، هغه مو رامنځته نه کړې. د دې د رامنځته کولو په بهانه مو ولسي او دوديز هغه له منځه يوړې.هغه پرپکړې چې په وړو وړو جرګو کې کيدې هغو هم اوس خپل اعتماد له لاسه ورکړى دى. دغه ټول دلايل او عوامل د دې باعث شول چې د ديرو دود پيکه او کمرنګى شي، خو اوس هم په يو شمير سيمو کې ديرې شته، خلک په کې راټوليږي او د زړه خواله په کې کوي.))

د اخترګلاب په نوم د کامې ولسوالى يو تن وايي چې له پلار نيکه نه ورته ديره پاتې ده او د خپل وس سره سم په کې خپل کلتور ژوندى ساتي. دى زياتوي چې د لارې په سر يې ديره ده او هر لاروى چې په دې لاره تيريږي، دا يې يو دمه ځاى دى او هر وخت په کې چاى او اوبه تيارې وي.

له ديرې څخه به کليوالي ځوانانو د ټنګ ټکور لپاره هم کار اخيسته. ځوان شاعر جلال امرخيل چې په اروپا کې ميشت دى، وايي چې د ديرو خوند او مزه يې نه ده څښکلې خو د انټرنيټي ديرو له لارې کله کله له دوستانو سره په بيلا بيلو مسايلو حواله کوي.

(( پخوا به مو له مشرانو اوريدل چې په کليو کې يې ديرې وې، هلته به خلک راټوليدل، د ټنګ ټکور پروګرامونه به جوړيدل، خو دا هر څه ما خپله نه دي ليدلي. اوس چې له پيښوره اروپا ته راغلى يم، بيا د ديرو د هماغه خوند په تلاش چې موږ له مشرانو اوريدلي او يا مو په کتابونو کې لوستي وې، اوس د انټرنيټ له لارې په سکايپ کې ديرې جوړوو، دوستان په کې راټوليږي او يوه څه اروايي تنده پرې خړوبوو. که څه هم دا ديرې د هغه ناليدلي خوند ځاى نه نيسي خو بيا هم يو غنيمت دي))

ديره د پښتنو لرغوني شتمني ده چې په سيمه کې وروستيو نا امنيو يې خوند او رنګ پيکه کړى. خواوس هم په ډيرو کليو کې خلک د ټولنيزو مسايلو د حل لپاره په ديرو کې راټوليږي. خو په ډيرو کمو سيمو کې به داسې ديرې پاتې وي چې ځوانان په کې د ټنګ ټکور د پروګرامونو لپاره راټول شي.
XS
SM
MD
LG