د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران په اټومي ډګر کې د پرمختګ اعلان کوي


د ایران ولسمشر محمود احمدی نژاد ویلي دي چې ایران به په راتلونکو څو ورځو کې د ډیرو مهمو او غټو ایټمی کامیابيو اعلان کوي.

سرکاري ټیلي ویژن ته په خپله وینا کې محمود احمدی نژاد وويل چې دوی به په ایران کې ډیر زر نوي ايټمي پروژې پيل کړي. دا خبره احمدي نژاد په تهران کې د اسلامی انقلاب د درې دیرشمی کليزې د لمانځلو پر مهال کړي.

د دې لمانځنو پر وخت هغه امریکايی بی پايلټه الوتکه ايښودل شوي وه چې د ایران په وينا په تير دسمبر کې يې د افغانستان پولې سره نیزدې نیولې وه.

ايران دا وخت د خپل ايټمي پروګرام له وجې د غربي هيوادونو د سختو اقتصادي بنديزونو لاندې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG