د لاسرسي ځای

تازه خبر

القاعده د شامي یاغیانو سره د مرستې ږغ کړی


د القاعده ډلې مشر ايمن الظواهري پر نړيوالو غږ کړی چې د شام د صدر بشارالاسد د ليري کولو لپاره دې د دغه هيواد د ياغيانو سره مرسته وکړي.

پر انټرنيټ خپره شوې يوه ويډيو کې ايمن الظواهري، د غربي هيوادونو، عربي ملکونو، د ترکيې، عراق، لبنان او اردن له مسلمانانو غوښتلي چې د شام د ياغي وسله والو مدد دې وکړي.
په مصر کې زيږيدلي، د القاعدې دې مشر د شام حکومت زيان اړونکی بللی دی.

بل خوا د عراق د کورنیو چارو د وزارت مرستیال وايي سخت دریځه وسله وال د دې هیواد له لارې سوريې ته اوړي چې د بشار الاسد د حکومت پر ضد وجنګیږي.

هغه وویل دوی استخباراتي معلومات لرو چې یو شمیر عراقي وسله وال سوريي ته اوښتي، دغه راز له دې هیواد څخه سوریې ته د وسلو قاچاق هم روان دی.

هغه ويلي له کله چې شام ته د وسلو قاچاق پیل شوی په عراق کې د کلاشنکوف بیه له دوه سوه ډالرو څخه یو نیم زر ډالرو ته لوړه شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG