د لاسرسي ځای

نقیب الله متونوال - خوست

د خوست ولایت د ګمرک یاکسټم چارواکي وایې، چې سږکال یې ګمرګي عواید له يو ميليارد افغانيو پورته شوي، چې د دې عوایدو د لوړیدو تر ټولو غټ لامل په اداره کې د اداري فساد کنټرول او د پولیسو او ولایتي ادارې مرسته بولي. خو سوداګر وايي، چې سوداګري زیاته شوي او په ډېرو څېزونو ګمرک زیات شوی دی.

د خوست ولایت د ګمرک یاکسټم چارواکي وایې، چې سږکال یې ګمرګي عواید د تېر په پرتله دوه برابره زیات شوي دي.

د خوست ګمرک مرستیال خير محمد عمر وایې، سره له دې، چې په خوراکي موادو د تعرفې بیه له لسو فیصدو پنځو فیصدو ته راټیټه شوي خو بیا هم د سږکال عواید له یو مېلیارد افغانیو اوښتي، چې اوس د هېواد د لومړۍ درجه لکه ننګرهار، قندهار، مزارشریف او هرات ولایتونو غوندې په لومړي کتار کې راځي.

د خوست ګمرک مرستیال په خبره، چې د دې عوایدو د لوړیدو تر ټولو غټ لامل په اداره کې د اداري فساد کنترول او د پولیسو او ولایتي ادارې مرسته ده، چې له دوی سره یې د د سوداګرو د مالونود واردولو پر وخت د قاچاقي لارو مخه نیولي.

ده وویل:((د ۱۳۸۷ کال څه دپاسه ۳۷۸ مېلیونه افغانۍ ، په ۸۸ کال کې ۳۷۱ مېلیونه افغانۍ، په ۸۹ کال کې ۵۴۱ مېلیونه افغانۍ اود سږکال په لسومیاشتوکې له يو ميليارد او یو سلوشل مېلیونه افغانیو زیات ګمرکي عواید ترلاسه شوي؛ د دې سربېره، چې په خوراکي توکو لکه اوړو د تعرفې بیه هم له لسو فیصدو څخه پنځوته راټیټه شوي.))

خو د خوست د سوداګرۍ د خونو ريیس نواب امیرزی، وایې چې ښایې دا عواید له دې دوه برابره نورهم زیات شي که رښتیا هم په ګمرک کې وړتیاوې زیاتې شي.

نوموړی زیاتوي د دې زياتيدو علت دا دى، چې اوس سوداګري زیاته شوي اوپه ډېرو نورو څېزونو ګمرک زیات شوی دی.

امیرزي وویل:(( که دوی وایې، چې ظرفیتونه لوړشوي هېڅکله هم نه دي لوړشوي؛ اموال نه تشریح کیږي، د پخوا په څېرله ډریورانواو سوداګرو څخه اوس هم خپله ونډه اخیستل کیږي. یوازې تغیر په دې کې راغلی، چې یو څه قاچاقي لارې بندې شوي اوبل د مالونو واردات زیات شوي دي.))

د خوست ښار د دوکاندارانو د اتحادیې مشر حاجي جمال تڼى هم د ګمرک د چارواکو دا خبره، چې اداري فساد کم شوی نه مني او وایې د ګمرک چارواکي، چې اوس څومره پیسې غواړي سوداګریې ورکوي اوبیا زور له غریبو خلکو وباسي او په وينايې، چې اوس شکایتونه هم ځای نه نیسي او خلک پوره مایوسه شوي دي.

ده وویل:(( په ګمرک کې د سوداګرو لپاره هېڅ اسانتیاوې نشته، تله نشته، د موټرو د مالونو د تشریح پر مهال برانډې له باد او باران څځه سرپناه نشته، د ګمرک جوالیان یا پنډیان له دوکاندارانو زیات پيسه داره شول؛ تجایي چې پنځوس فیصده لوړه شوي، دوی اتیا اخلي او سوداګر هم پیسې ورکوي ځکه دوی اوس ستړي شوي شکایت کوم ځای ته نه رسیږي ټول زور يې له عامو خلکو ووځي.))

د خوست ښار یو تن دوکاندار طاهرخان منګل وایې، چې حساب نشته د بوسو او نورو اجناسو تر منځ توپیر نشته خو له مخې لیرې کول دي.
منګل وویل:((د ګمرک اداره وایې، چې د دوی عواید زیات شوي، هېڅ حساب نشته. چې څو یې سوداګرو ته ولیکلې ورکوي یې موږ له دې فساده ترسپوږمو راغلي یو خوڅه وکړو چاره نشته.))

خود خوست د ګمرک مرستیال خير محمد عمر وایې، چې اداري فساد به یوڅه وي خو دومره هم نه، لکه دا خلک چې شکایت کوي.

باید وویل شي، چې د خوست له ښاره کابل ته تلونکي لار ښۍ خوا ته چې له خوسته باربري لارۍ ورباندې ځي ځای پرځای ناست او خراب، چې علت یې د ګاډو له اندازې زیات بار له امله بلل کیږي او له پاسه (کابله) چې د ناټو سپلاى يا اکمالات راځي که څه هم درانه باروي خو د لارې دې خواته کوم زیان نه دی رسیدلی. دا هم د خوست په ګمرک یوه لویه نیوکه ده، چې د سامانونو تشریح او وزن نه ګوري
XS
SM
MD
LG