د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د فبرورۍ ۱۱مه)


ژباړه: نجیب عامر، مشال راډیو

دبرتانیا ورځ پاڼه ( ټیلي ګراف ) لیکي دپاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني په ستره محکمه کې په توهین عدالت کیس کې په اپیل کولو کې پاتې راغلی او اوس دې خبرې ته اړشوی چې د فرورۍ په دیارلسمه نیټه یو وار بیا په ستره محکمه کې ودریږي ، چې دې کار سره د نوموړي د حکومت د رانسکوریدو زیات چانسونه لیدل کیږي.

ورځ پاڼه لیکي پاکستان یو وار بیا د سیاسي بې قرارۍ انځور وړاندې کوي او ددې هیواد مشران دخپل سیاسي سباوون لپاره هلې ځلې کوي ، پرځای ددې چې دهیواد د خراب اقتصادي حالت د ښه کولو او یا هم د افغانستان سره په پوله پرتو سیمو کې د اورپکو د ختمولو لپاره اقدامات وکړي.

ډیلي ټیلي ګراف لیکي په دې تور چې یوسف رضا ګیلاني د ولس مشر اصف علي زرداري خلاف ددرغلیو د قضیو د پرانیستلو نه انکار کړی و ، ممکنه ده راتلونکې اونۍ نوموړي ته ستره محکمه تر شپږو میاشتو پورې د بند او یا هم د کومې حکومتې دندې نه د ګوښه کیدو امر صادر کړي.

د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي افتخار محمد چودري د جمعې په ورځ د وزیر اعظم ګیلاني له خوا په محکمه کې وړاندې شوی اپیل رد کړی و . افتخار چودري د وزیر اعظم ګیلاني نه واضحه ځواب غوښتی چې ایا د ولس مشر زرداري خلاف ددرغلیو د تورونو په اړه د سویس حکومت ته رسمي لیک لیږي او که نه ؟

ډیلي ټیلي ګراف لیکي اصف علي زرداري خلاف یوه بله دوسیه هم په ستره محکمه کې پرته ده او هغه د لانجه من لیک دوسیه ده چې پاکستاني نژاده امریکايي منصور اعجاز یې مهمه مهره ده . په دغه قضیه کې پر زرداري تور دی چې د ملک د پوځ د کمزوري کولو لپاره یې د امریکې نه دمرستو غوښتنه کړې ده .

منصور اعجاز دعوه لري چې دا لیک د یو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي له طرفه په تیر مئ میاشت کې لیکل شوی و ، چې ورکې نوموړي د امریکې نه د پاکستان د ځواکمن پوځ خلاف د اقداماتو کولو غوښتنه شوې وه .

ورځ پاڼه لیکي چې منصور اعجاز دامنیتي ملحوضاتو له امله پاکستان ته د سفر کولو نه انکار کړی خو اوس به ښايي د ټاکل شوي ځانګړي کمیشن غړي دشواهدو د راغونډولو لپاره لندن ته سفر وکړي.

بل پلو وال سټریټ ژورنال په یوه مقاله کې لیکي په داسې حال کې چې دامریکې او طالبانو ترمنځ دخبرو دریڅه پرانیستل شوې ممکنه ده ولس مشر اوباما به د طالبانو پنځه مهم مشران چې دا مهال په ګوانټا نامو زندان کې پراته دي خوشې کړي.

په دغو پنځو کسانو کې یو محمد فاضل دی چې دافغانستان په شمالي برخو کې دطالبانو قوماندان او ددفاع مرستیال وزیر و. هغه په دوه زره یو کال کې نیول شوی و .

دویم کس ملا نورالله نوري دی چې په جنګي جرایمو کې ښکیل ګڼل کیږي او پرې تور دی چې دافغانستان په شمالي برخو کې یې دشیعه ګانو په وژلو کې لاس درلودلو .

دریم تن محمد نبي نومیږي چې دامریکایانو خلاف یې د جنګ لپاره طالبانو ته وسلې په قاچاقي ډول رسولې او د طالبانو مالي مرسته یې کوله .

څلورم تن په اړه ویل کیږي چې دطالبانو په واکمنۍ کې د هرات والي و او مولوي خیرالله خیر خوا نومیږي، نوموړي د ملاعمر او اسامه بن لاده سره مستقیمې اړیکې درلودلې.

او پنځم کس عبدالحق وسیق دی چې دطالبانو دواکمنۍ پرمهال د استخباراتو دادارې معاون و ، په نوموړي تور دی چې ولسي خلک یې شکنجه کول او وژل یې .

وال سټریټ ژورنال لیکي د انتظامی پلان له مخې به دا پنځه کسان د قطر چارواکو ته وسپارل شي چې هلته به ممکنه ده دوی ازادشي ، دبندیانو په تبادله کې به پرېښودل شي او یا به هم وتښتي، یعنې په هر صورت کې به امریکا ددوی د سباوون د ټاکلو نه محرومه شي او دوی به بیرته دترهګرۍ دندې ته وروګرځیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG