د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د معذورانو لپاره نوی روغتون


په دې روغتون کې معلولینو ته سامانونه ورکول کېږي او درملنه یې کېږي.
په دې روغتون کې معلولینو ته سامانونه ورکول کېږي او درملنه یې کېږي.
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار - د افغانستان د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د جګړو له امله د معيوبو شويو کسانو د پاره جوړ شوى روغتون په کندهار کې د مېشتو ايساف ځواکونو په مالي لګښت جوړ شوى دى چې پکې به معيوبينو ته د بدن مصنوعي اندامونه او نور سامانونه ورکول کېږي.

چارواکي وايي تر اوس مهاله ورسره په نوي جوړ شوي روغتون کې د شلو په شا و خوا معيوبينو خپل نومونه ثبت کړي دي خو روغتون يې د اته سوه پېنځوسو تنو د درملنې او هغوى ته د سامانونو د ورکولو د پاره جوړ کړى دى.

په کندهار کې د دوه سوه پېنځم اتل قول اردو درستيز وال بريد جنرال سيد واقف شاه وايي چې په جوړ شوي روغتون پېنځه ويشت زره امريکايي ډالره لګښت راغلى دى. چې ټول مصرف يې د ايساف ځواکونو په غاړه اخيستى دى.

دى وايي په روغتون کې دا مهال يوازې نظامي ډاکټران د ناروغانو او معيوبينو درملنه کوي خو په فام کې لري چې ملکي ډاکټران هم پکې په دندو وګماري.

(( دا روغتون د پېنځه ويشت زره امريکايي ډالرو په ارزښت پرانېستل شو. تر اوسه پورې پکې مونږ د جګړو له امله معيوبو شويو کسانو ته سايکلونه او لکړې ورکړې دي. تر اوسه پورې دلته ډاکټران ټول بهرني او کورني نظاميان دي خو مونږ په فام کې لرو چې ملکي ډاکټران هم راولو او پر دندو يې وګمارو.))

دى وايي د اوس د پاره په روغتون کې په معيوبينو باندې د تګ راتګ د پاره لکړې ، سايکلونه او نور سامانونه وېشل شوي دي.

تر دې وړاندې به د کندهار په ولسواليو او ورڅېرمه ولايتونو کې د جګړو او نا امنيو د پېښو قربانيان د کندهار ميرويس روغتون ته وړل کېدل خو دا لومړى ځل دى چې د جګړو د قربانيانو د پاره يو بېل روغتون جوړېږي.
XS
SM
MD
LG